د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې وژنې او قهرجنې مظاهرې


په کوټه کې پولیس هغه ځای کې را ټول شوي دي چې په کې شیعه مسلمانان ووژل شول
په کوټه کې پولیس هغه ځای کې را ټول شوي دي چې په کې شیعه مسلمانان ووژل شول

نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه - د پاکستان په بلوچستان کې پولیس وايي، نن (د مارچ ۲۹مه) وسله والو په بېلا بېلو پېښو کې د یوه پولیس او د ملګرو ملتونو د دوو کار کوونکو په ګډون اته کسان وژلي دي.

د بلوچستان د کوټې ښار په سپیني روډ په یوه پېښه کې پر موټر سایکل سپارو وسله والو پر یوه ګاډي حمله کړې چې په کې پینځه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.

وژل شوي کسان شیعه مسلمانان ول.

د شیعه ګانو د وژنې پړه د تحریک طالبان پاکستان جند الله ډلې پر غاړه اخیستې ده.

شیعه ګانو، د خپلې فرقې د کسانو تر وژنې وروسته د کوټې پر بروري روډ قهرجنې مظاهرې کړې دي.

دې خلکو یو شمېر ګاډو ته اور اچولی دی.

پولیسو ویلي، دې مظاهره کوونکو یو پولیس په ډزو ویشتلی دی، او دا چې دا پولیس وژل شوی دی.

دا مهال د کوټې ښار تړل شوی دی او بلوې روانې دي.

ځايي اوسېدونکي یو ژوبل کس روغتون ته وړي
ځايي اوسېدونکي یو ژوبل کس روغتون ته وړي
هلته د یوه بل خبر تر مخې، نن سهار د بلوچستان په مستونګ کې د ملګرو ملتونو د خواړو او کرهنیزې ادارې دوه کار کوونکي وژل شوي، او یو ژوبل دی.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، په وژل شویو کې یو د ګاډي ډرېور او بل د دوی د ادارې کار کوونکی دی.

د دې پېښې پړه تر اوسه هیڅ کس یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په بلوچستان کې له مودو راهیسې حالات خراب دي او دلته د تاو تریخوالي بېلا بېلې پېښې کېږي چې په کې تر اوسه ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG