ظفر کریمي مشال راډيو
کراچۍ: د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې دولس کاله وړاندې د تیزابو پاشلو څخه اغیزمنې شوې مېرمن فاخره یونس مړی د اتوار په ورځ خاورو ته وسپارل شو ـ فاخره یونس په اټلي کې اوسیدله او هم هلته یې د خپل استوګنځي له شپږمه پوړه ځان کوز غورځولی او ځان وژنه یې کړې وه ـ
کراچۍ: د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې دولس کاله وړاندې د تیزابو پاشلو څخه اغیزمنې شوې مېرمن فاخره یونس مړی د اتوار په ورځ خاورو ته وسپارل شو ـ فاخره یونس په اټلي کې اوسیدله او هم هلته یې د خپل استوګنځي له شپږمه پوړه ځان کوز غورځولی او ځان وژنه یې کړې وه ـ
له اټلي هیواده د فاخره یونس مړی د الوتکې په ذریعه د کراچۍ هوایي اډې تر رسولو روستو د ښځو حقونو لپاره د کارکونکو ګوندونو غړو مظاهره وکړه او په پاکستان کې د میرمنو سره د ترسره کیدونکي ناروا سلوک په ضد یې نارې ووهلې ـ د فاخره یونس مړی د اتوار په ماځیګر ناوخته د کراچۍ ډیفنس په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو ـ
د کراچۍ نیپر روډ پولیس وایي، په فاخره یونس دولس کاله وړاندې د بلال کر په نوم یو تن تیزاب اچولي و چې له وجې د نوموړې مخ او نور وجود سوزیدلی و ـ د فاخره د سوځونې د کیس په اړه پولیس افیسر الطاف سیال وايي
((د ریکارډ ترمخه د فاخره د کیس په لړ کې ملزم بلال نیول شوی و ـ پولیسو هغه د پنجاب صوبې له مظفرګړ څخه نیولی وـ په محکمه د هغې په ضد چالان پیش کړی شوی و)) ـ
رسنې وایي بلال کر چې د پنجاب اسمبلې غړی هم پاتی شوی دی ـ خو څه له پاسه د یو کال بند تېرولو و روسته خوشی شوی دی ـ
له تیزاب پاشنې څخه تر اغیزمنتیا روستو فاخره یونس ته اټلي په خپل هیواد کې پناه ورکړې وه او په دغه هیواد کې دهغې د مخ او نور وجود د درملنې په موخه ۳۹ اپریشنونه شوي وـ نوموړې د تېرو دولسو کلنو راهېسې په دغه هیواد کې میشته وه ـ
د ایټالیې د پولیسو ترمخه مېرمن یونس د خپل شپږ پوړیز استوګنځي څخه ښکته ټوپ وهلی و چې له وجې هغه مړه شوې وه ـ فاخر یونس د ځان وژنې د مخه یو لیک هم پریښودې چې په کې یې لیکلي دي چې هغه په پاکستان کې په ښځو د ظلمونو په باب د قانون او چارواکود خاموشۍ او بې حسې په ضد ځان وژنه کوي ـ
بلخوا په فاخره یونس په مبینه توګه تېزاب شیندونکي بلال کر څوک چې د پنجاب د پخواني ګورنر غلام مصطفی کر زوی دی وایی چې هغه په خپله مېرمن(فاخره یونس) تېزاب نه دي شیندلي بلکه د تېزاب اچونې په یاده پېښه کې د کراچۍ د نیپر روډ بل استوګن ککړ دی او هغه هم بلال نومیږي ـ
((
فاخره د تیزاب پاشلو له پېښې څلور میاشتې روستو هم ماسره اوسیدله ـ ما پخپله د هغې نه ډېرې پوښتنې وکړې چې په تا چا تېزاب پاشلي دي خو هغې به په دې اړه هیڅ نه ویل ـ ما هغې ته د هغې په خوښه طلاق ورکړي و ))
پاکستان کې په مېرمنو د تیزاب پاشلو پېښې وخت په وخت رامخې ته کیږي ـ دغه ډول زیاتره پېښې د پنجاب صوبې په مختلفو برخو کې کیږي ـ دپاکستان پارلیمنټ ددې جرم په ضد یو قانون هم جوړ کړی دی چې ترمخه یې تیزاب پاشونکي ته د شپږ کاله نه نیولې تر ټول عمري بند سزا ورکولو ویل شوي دي ـ خو بلې خوا د پاکستان له مختلفو برخو څخه په میرمنو د تېزابو د پاشلو رپورټونه مخې ته راځي ـ