د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې دوه کسان وژل شوي


ظفر کریمي، مشال راډیو


کراچۍ - د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د نا مالومه کسانو په ډزو کې د وکیلانو اتحادیې ملیر بار ایسوسي اېشن پخواني مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال د پولیسو له خولې وايي، صلاح الدین جعفري او د هغه زوی نن سهار له کوره خپل دفتر ته روان ول، چې د دې پېښې ښکار شول.

تر دې پېښې وروسته، وکیلانو احتجاج پیل کړی دی.

د پاکستان د تحریک طالبان پورې اړه لرونکې جند الله ډلې د صلاح الدین جعفري او د ده د زوی د وژنې پړه منلې ده.

د احمد مروت په نوم یوه کس چې ځان د دې ډلې کمانډر ښيي له نامالومه ځایه ویلي، دا حمله دوی کړې ده.

د لومړۍ پېښې له سیمې څخه په لږه فاصله پرته سیمه لانډۍ کې د ډزو بله پېښه شوې ده چې په کې درې کسان زښت ژوبل شوي دي.

د مهاجر قومي موومنټ حقیقي ډلې ویاند په وینا، وسله والو د دوی د ډلې مشر افاق احمد پر کاروان برید کړی دی.

د ویاند په خبره، په دې برید کې د افاق احمد درې ساتونکي ژوبل شوي دي.

په کراچۍ کې وخت په وخت، د تاو تریخوالي، هدفي وژنو او سیاسي او فرقه ییز تاو تریخوالي پېښې کېږي.

تېر کال (۲۰۱۱ز کال) په دې ښار کې داسې پېښو د ګڼ شمېر کسانو ژوند اخیستی وو.
XS
SM
MD
LG