د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : پروسږ کال ۹۴۳ ښځې د پت په نامه وژل شوې


مختارا بي بي هم یو له هغو ښځو وه چې ډله ییز جنسي تېری ورباندې شوی وو
مختارا بي بي هم یو له هغو ښځو وه چې ډله ییز جنسي تېری ورباندې شوی وو
په پاکستان کې تېر کال لږ تر لږه ۹۴۳ ښځې او انجونه د غېرت په نوم وژل شوې دي ، پر هغوی تور لګول شوی چې د خپلو کورنیو نوم یې زیانمن کړی دی.

پرون د زيارت په ورځ د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کميشن په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې په دوه زره لسم کال کې ۷۹۱ ښځې د غېرت په نوم وژل شوېدي .

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمېشن په خپل دوه زره يولسم کال په رپورټ کې وايي د غېرت په نامه وژل شوو ښځو کې ۹۳ هغه جينکۍ دي چې عمرونه يي له اتلسو کلو کم دي.

په دې کې اووه عيسايي او دوه هندو مذهبه دي. د غېرت په نامه وژل شوو مېرمنو کې په زياتره د جنسي اړيکو درلودلو تورونه وو او دارنګ زياتره په کې خپلو روڼو او مېړونو وژلي دي ، ځینې په کې داسې هم وې چې د وژل کېدو وړاندې پرې جنسي تېری شوی وو.

د غېرت په نوم د مېرمنو د وژل کېدو د رپورټونو زیاتېدو باوجود د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمېشن د پاکستان د پارلېمان لخوا د ښځو د حقونو لپاره د قوانينو د منظورۍ ستاينه کړې.
XS
SM
MD
LG