د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته په درنه سترګه ګورو


پاکستان کې دامریکا سفیر کیمرون منټر ویلي وخت راغلې چې د پاکستان او امریکا ترمنځه تعلقات په حقیقي امیدونو او احترام سر دوباره ټینګ کړل شي. نوموړي ویلي امریکا د تره ګرۍ خلاف جنګ کې د پاکستان کردار ته په درنه سترګه ګوري.

د پیښور د سفر پرمهال هغه د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو لپاره په امریکايي مرستو رڼا واچوله، چې پکې د څه باندې ۷۵۰ میلینه ډالرو پرمختیايي پروژې راځي دا منصوبې په سیمه کې د بنیادي ډهانچې د بیا رغونې او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره روانې دي.

هغه وړمه شپه په پیښور کې په چاؤدونو کې د وژل شويو او ژوبل شويو پولیس والو له کورنیو سره د خوا خوږۍ څرګندونه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG