د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په قبایلي نښتو کې ۱۰ تنه ووژل شول


د شمالي وزیرستان په میرلي کې تېره ورځ ناوخته د هورمز او موسکۍ قبېلو ترمنځ د زمکنۍ ښخړې په نتیجه کې له دواړو غاړو څه نا څه لس تنه وژل شوي دي.

ځايي سرچینو مشال راډيو ته ویلي چې دواړو غاړو د یو بل پر ضد درنې وسلې کارولې دي. راپورونه وايي چې د ځايي قبایلي مشرانو په درېمت اوس ډزبندي شوېده.

هورمز او موسکۍ قبایل له څه مودې راهیسې د یوه بل پر وړاندې مورچې نیولې دي چې له کبله یې وخت ناوخته د نښتو راپورونه راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG