د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق بمې چاودنو پړه القاعدې پر غاړه اخیستې


د عراق په بيلا بیلو برخو کي د پرونیو بمي چاؤدنو پړه چې ۴۵ کسان پکې ووژل شول او د ۲۰۰ نه زيات ژوبل شول القاعده په غاړه اخیستې.

د دې هيواد په جنوبي ښار کربلا کې د خلکو د ګڼې ګوڼې یو ريسټوران او مارکيټ کی په دوو
مو ټر بم چاؤدنو کې ۱۳ کسان وژل شوي دي چې پکې ايرانيان زیارتکونکي هم شامل دي.

پوليس وايي په شمالي ښار کرکوک کې ۱۳ نور کسان هم وژل شوي دي چې پکې زياتره پولیس دي او شپیته نور پکې ټپیان دي.

له دې سره سره د بغداد سماره، هلا، بايجي. د قوق او دولويا نه هم د دا ډول پيښو راپورونو دي

راپورونه وايي داسی ښکاري چې د بريدونو ددي لړي هدف امنيیتی ځواکونه او شيعګان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG