د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی رسول امریکا ته ځي


ډاکتر زلمی رسول، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر
ډاکتر زلمی رسول، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر

مجید بابر، مشال راډیو

پراګ - د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول نن (د مارچ ۱۹مه) د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ځي.


د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسا زي پرون (د مارچ ۱۸مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن په بلنه کوي.

ده د کندهار د پېښې په اړه وویل، د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو اساس پوځ دی خو د افغانستان حکومت له امریکا غواړي، څومره ژر چې کېدای شي پلټنې وکړي؛ او دا چې ذمه وارو ته دې سزا ورکړي.

د مارچ په ۱۱مه نېټه یوه امریکايي سر تېري، د کندهار په پنجوايي ولایت کې ۱۶ افغان وګړي د شپې مهال ووژل.

په دې پېښې افغان ولسمشر حامد کرزی زښت خپه او غوسه شو او امریکايي لوړ پوړو چارواکو هم پر د خپګان ښودنه وکړه.

موسا زي همدا راز وویل، ډاکتر رسول به په دې سفر کې له امریکا يي چارواکو او د کانګرس له یو شمېر غړو سره د لیدو تر څنګ په امریکا کې د افغان - امریکايي ښځو په کالنۍ غونډه کې هم ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG