د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوزه کورمه : پر مساپر ګاډي چاودنه کې ۷ تنه ژوبل


د کورمې په توروالي کې وران شوي کورونه
د کورمې په توروالي کې وران شوي کورونه
د کوزې کورمې په چار خېلو سيمه کې د سورلو يو ګاډې د سړک غاړې بمي چاودنې ښکار شوی چې په کې اووه کسان ژوبل شوي دي. د پيښې په اړه د شيعه مسلک تنظيم انجمن حسېنيه يو غړي مشال ريډيو ته وويل چې دا ګاډۍ له پيښوره و پاړه چينار روان وو چې پکې زیاتره سورلۍ یې د بره کورمې اوسېدونکي دي. ژوبل تنان ټل روغتون ته وړل شوي دي.

ياده دې وي چې درې ورځې وړاندې هم له پيښوره د مسافرو يو ګاډۍ د پاړه چينار پر لور روان وو چې په لاره کې د کوزې کورمې ايجنسۍ په پير قوم سيمه کې پرې د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه ، په هغه پېښه کې هم دوه تنه وژل شوي او نور ۱۱ کسان ژوبل شوی وو.
XS
SM
MD
LG