د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر : د توپ ګولې دوه ښځې او دوه ماشومان وژلي


د خیبراېجنسۍ سرکاري چارواکی وايي چې د باړې په سپاه سیمه کې په یو کور توپ ګوله لګېدلې چې پکې دوې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي دي. او هم هلته د ریموټ کنټرول یوې بمي چاودنې په ترڅ کې د ایف سي ځواک دوه سرتیری ژوبل شوي دي.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه کې له تیرو دریو کلونو راهیسې د وسلوالو پر ضد پوځی عملیات روان دي چې د دواړو غاړو په نښتو کې په بیا بیا ولسی وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG