د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ممبۍ قانوني کاروايي لپاره هند ته د پاکستاني وکیلانو سفر


هند : د ممبۍ تاج محل هوټل چې په ۲۰۰۸ کال کې ترهګر برید ورباندې وشو
هند : د ممبۍ تاج محل هوټل چې په ۲۰۰۸ کال کې ترهګر برید ورباندې وشو
بشير ګواښ - مشال راډيو

پراګ:- له پاکستانه د وکيلانو او څيړنکارانو يوه ډله د دې لپاره هندوستان ته ځي چې څلور کاله وړاندې په ممبۍ ښار کې د شوي بريدونو په تړاو پر اووو ۷ تورنو پاکستانیانو د مقدمو د چلولو لپاره په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړي.


د ايجنسي فرانس پريس خبري اژانس د يو رپورټ ترمخه، له پاکستانه ځينې پلټونکي او وکيلان دا اونۍ د دې لپاره د هند ممبۍ ته ځي چې په ۲۰۰۸ کال کې په دغه ښار کې د شوو بريدونو په تړاو د تورنو اوو کسانو د مقدمې چلولو لپاره معلومات جمع کړي.

موږ چې کله په پاکستان کې په عدالتونو کې او آن په سپریم کورټ کې ځينې مقدمې چلوو نو د هندوستان د عدالتونو مثالونه ورکوو. د هغوی عدالتي نظام په نړيواله کچه منل شوی دی او مقدمې د قانون مطابق فيصله کوي.
بېریسټر باچا.
په هغو بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو او هندوستان تور لګولی چې پاکستان میشته لښکرې طیبه ډلې په ملاتړ ترسره شوي وو او د پاکستان په پوځ کې د ځينو عناصرو په مرسته يې روزنه او مالي چارې ورته برابرې کړي وي.

د ايجنسي فرانس پريس خبري اژانس د رپورټ ترمخه پاکستان ويلي چې په دې تور پر يو چا تر مقدمې چلولو مخکې غواړي په هند کې په دې اړه نور معلومات تر لاسه کړي.

خو د قانوني چارو کارپوه بيريسټر باچا وايي چې له قانوني پلوه پر يو تورن کس مقدمه هم هلته چليږي چې په کوم ځای کې يې جرم کړی وي نوکه هندوستان پاکستان ته معلومات ور هم کړي، د هغه په وينا په پاکستان کې پر تورنو کسانو د مقدمې چليدل نه ويني. هغه زياتوي: ((هندوستان ته د پاکستانۍ ډلې تګ يوازې دا ښيي چې دوی واپس راشي او خپل حکومت ته ووايي چې هو! دا اووه کسان د ممبۍ په بريدونو کې تورن دي او همدوستان ته يې وسپارئ چې مقدمه پرې وچلوي. ))

بيریسټر باچا همداراز زياتوي چې هندوستان ته د پاکستاني پلاوي سفر تر ډيره سياسي رنګ لري خو وايي که پاکستان د خپلو خلکو او سياسي فشارونو له وجې پر تورنو کسانو مقدمه ونه چلوي نو دا کسان دې هندوستان ته حواله کړي ځکه چې هلته د نړيوال معيار عدالتونه شته دی او پر انصاف ولاړې فيصلې کيږي...

(( موږ چې کله په پاکستان کې په عدالتونو کې او آن په سپریم کورټ کې ځينې مقدمې چلوو نو د هندوستان د عدالتونو مثالونه ورکوو. د هغوی عدالتي نظام په نړيواله کچه منل شوی دی او مقدمې د قانون مطابق فيصله کوي.))

پر ممبۍ له بريدکوونکو څخه يو، اجمل قصاب ژوندی نيول شوی. هند ته په تلونکې پلاوي کې يو کس چودرې ذوالفقارعلي ايجنسي فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چې دوی به د اجمل قصاب له پلټونکو، د هغه له ډاکټرانو او هغه مجسټريټ چې د قصاب اعترافيه بيان يې ريکارډ کړي وو، معلومات ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG