د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانانو سره به پوره انصاف کېږي. اوباما


دامریکا ولس مشر بارک اوباما وايي ددفاع وزارت ته یې امر کړی چې د مارچ پر یوولسمه نېټه د یوه امریکايي سرتېري لخوا د ۱۶ افغان کلیوالو د وژنې په پلټنو کې دې هیڅ ډول هلې ځلې نه سپموي .

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې دخبریالانو سره د خبرو پرمهال زیاته کړه :

”زه دافغانستان او امریکا ولسونو ته دا باور ورکوم چې موږ به د حقایقو په رڼا کې عمل کوو، او موږ به دا خبره یقیني کوو چې څوک هم په دې پېښه کې ککړ دی، بشپړه قانوني کاروايي ورسره کېږي.“

اوباما وویل ، داپېښه دامریکا ، یا د امریکاد پوځ د اقدارو استازیتوب نه کوي، دا له ناورینه ډکه پېښه ده، خو دابه د امریکا پرهغه پلان هیڅ ډول اغیز پرې نه باسي چې غواړي تر ۲۰۱۴ م کاله پورې خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG