د لاسرسي ځای

تازه خبر

رینکل کماري یا فریال بي بي هندواڼۍ که مسلمانه؟


رینکل کماري که فریال بي بي
رینکل کماري که فریال بي بي
ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :- سند های کورټ د رینکل کماري عرف فریال بي بي دار الامان ته د لیږلو حکم کړی دی ـ د رینکل د مور او پلار وینا ده چې هغه تښتول شوې او په زور مسلمانه کړل شوې ده ـ بلخوا رینکل کماري سیمه ایز عدالت او خبري غونډې ته ویلي چې هغې په خوښه له نوید سره واده کړی او په خپله مرضي یې خپل دین اړولی دی ـ

سند های کورټ کې د رینکل کماري ماما راج کمار درخواست داخل کړی وو، چې په کې پکې ویل شوي وو رینکل کماري تښتول شوې او وروسته یې په زوره مسلمانه کړېده او بیا یې نوید شا ته په نکاح کړې ده ـ

په درخواست کې ویل شوي و چې په مبینه توګه تښتول شوې رینکل کماري دې د خوندیتوب په موخه دارالامان ته ولیږل شي او د نوید شا او د هغه له کورنۍ دې لېرې وساتل شي ـ

ددې برعکس د نوید شاه وکیل د عدالت په وړاندې جمع کړل شوي بیان کې ویلي چې رینکل کماري اسلام قبول کړی دی اوس د هغې نوم فریال بي بي ایښودل شوی دی ، هغه له ۱۸ کلونو زیاته ده او نوموړې د خپل ځان په اړه په هره پریکړه کې خپلواکه ده.

ماته انصاف پکار دی ـ زه خپله لور غواړم.پر هغې فشار اچول شوی دی ـ زه له هغې سره خبرو کولو ته پرې نښودل شوم ـ هغې ته دړکې ورکول کیږي.
درینکل کماري مور

ددواړو خواو د دلیلونو تر اوریدو وروستو د یاد کیس لپاره د جوړ شوي بېنچ مشر جسټس انور زهیر باجوه حکم کړی چې رینکل کماري عرف فریال بي بي دې په سپریم کورټ کې تر پیشېدو پورې په دارلامان کې وساتل شي ـ

د پریکړې په اړه د سند ایډوکیټ جنرل خبریالانو ته وویل، عدالت د جینۍ بیان واخیستو ـ له دې علاوه د سترعدالت مشر قاضي به هم د انجلۍ بیان اخلي ـ نو ځکه خو د سپریم کورټ له بیان اخیستو مخکې د کوم بیان ګټه نشته ـ

د یادونې وړ ده چې د سترعدالت مشر قاضي افتخار محمد چودري هم د رینکل کماري په اړه له خپلې مخې ګام (سوموټو ایکشن ) اخیستی دی ـ ددغه کیس لومړۍ اوریدنه به د روانې میاشتې په ۲۶ نېټه ترسره کیږي ـ

په عدالت کې ددغه کیس د اوریدو پر مهال د رینکل کماري د کورنۍ غړیو او د هندو ټولنې ګڼو استازو او د نوید شاه د کورنۍ غړو د یو بل پر ضد نارې وهلې چې له کبله یې د څه وخت لپاره اورېدنه و ځنډول شوه خو بیا د بینچ د مشر قاضي په حکم د عدالت کوټه خالي کړل شوه او اوریدنه له نوې سره پیل کړل شوه.

د پریکړې وروستو د رینکل کماري عرف فریال بي بي مور خبریالانو ته وویل: ((ماته انصاف پکار دی ـ زه خپله لور غواړم. پر هغې فشار اچول شوی دی ـ زه له هغې سره خبرو کولو ته پرې نه ښودل شوم ـ هغې ته دړکې ورکول کیږي.))

په عدالت کې د پېشېدو یوه ورځ مخکې رینکل کماري عرف فریال بی بي او نوید شاه په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته ویلي وو چې دواړو په خوښه نکاح کړې ده او رینکل کماري په خپله مرضۍ خپل دین اړولی دی.

یاده دې وي چې د فرورۍ په ۲۳مه نېټه د سند صوبې د ګوټکي ضلعې په میرپور ماتیلو سېمه کې هندوه پېغله رینکل کماري له کالجه خپل کورته د تلو پر مهال بې درکه شوې وه.

وروسته بیا په سېمه ایز عدالت کې رینکل کماري ویلي وو چې هغې له نویدشاه سره واده کړی او مسلمانه شوې ده ـ د رینکل کماري په کیس په پاکستان کې اوسیدونکي هندو مذهبه لږکیو کې غصه راپارېدلې ده ـ د هندو مذهبه وګړو او د رینکل کماري د کورنۍ وینا ده چې هغه تښتول شوېده او په زور مسلمانه کړل شوې ده ـ دوي تور لګوي چې تېښتونکی نوید شا دخپلې سېمې د قامي اسمبلۍ د غړي میامیټو زوی دی. او له رینکل کماري یې په زوره په سېمه ایز عدالت کې بیان اخیستی دی.

بلخوا د انساني حقونو کمیشن هم د خبري غونډې په تر څ کې په سند صوبه کې د هندو پیغلو په مبینه توګه د تښتونې او د هغوی د مذهب بدلونې په زیاتو شویو پېښو اندېښنه ښودلې ده.
XS
SM
MD
LG