د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وسلې څنګه ترلاسه کوي؟


اسرار عالم مهمند - مشال راډیو

پراګ:- پرون د مارچ پر ۱۱مه نېټه د اتوار په ورځ د پيښور په بډه بېره کې شوي ځانمرګي بريد کې د پوليس چارواکو د وينا له مخې تر اته کلوګرامه پورې چوونکي توکي استعمال شوي وو خو پوښتنه دا راپورته کيږي چې دا چونکي توکي او نوره وسله څنګه او له کومو لارو د وسله والو لاسونو ته ورځي، په دې اړه په پيښور کې د دفاعي چارو کارپوه او د پوځ پخوانی بريګډيېر محمد سعد وايي: (( دا د روسي ساخت وسلې دي چې لومړی د افغانستان جنوب ته راځي او بیا له هغه وروسته قبايلي سیمو ته د خچرو په مرسته قبایلي سیمو ته وړل کېږي))

بلخوا خبريال مشتاق يوسفزی وايي چې په پېښور ښار کې د زياتره بمي چاودنو لپاره وسله والو ته له بهرنۍ ملکونو څخه د چونکو توکو راوړلو ضرورت نشته ځکه چې په دې بمونو جوړولو کې د فصلونو سره هم کارول کېږي.


خو ددغه وسلو د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت ولې کوټلي ګامونه نه اخلي؟ په دې اړه پخوانی بريګډيېر محمد سعد وايي چې د وسلو د قاچاق یا سمګلینګ مخنیوی د روس غوندې هیواد هم نه شي کولای او بل قبایلي سیمې یو پراخ سرحد لري چې ساتنه یې ډېره ګرانه ده. او دده په خبره چې خلیجي هیوادونه وسله والو ته ډېرې پيسې ورکوي او چې ډېرې پیسې وي نو بیا هرڅه کېدای شي.

خو د جرایمو کارپو ډاکټر فصيح الدين وايي د پاکستان پوليس دومره تجربه نه لري چې د چونکو توکو او وسلو تېرولو مخه ونيسي. دده په خبره چې د پاکستان پږلیس دا وخت په زمینداریو اخته دی، هغوی خپلې اجارې راټولوي، د تېلو پمپونه چلوي او ددې جوګه نه دي چې د نوي درو ترهګرو مخه ونیسي.

مسعود خان چې په پيښور کې د بم ډسپوزل سکواډ يا د بم ناکارکولو څانګې يو چارواکې دی وايي د مناسبه يونیفارم نه لرلو باوجود هغه يواځې د خپل ولس د خدمت په جذبه تر دې دمه يو خودکش جېکټ او دوه بمونه ناکاره کړي دي:(( دی وايي چې کله یو بم ناکاره کوي او یا د ځانمرګي برید کونکي خودکش واسکټ ناکاره کوي نو د خپل ځان د حفاظت لپاره جدید وسایل نه لري خو بیا هم د خپل سر په بییه او د خپلو خلکو د خوندي ساتلو د جذبې په نیت له مرګه سره لوبه کوي او بمونه ناکاره کوي.))

د فاعي چاروکارپو محمد سعد وايي ترڅو چې تره ګرۍ او ترهګرو ته مالي مرستې نه وي ودرول شوي تر هغې د طالبانو لاسو ته د چونکو تو کو او نورو وسلو د تګ مخنیوی نه شي کېدائ .دی وايي چې کله هغه د اقتصادو د نظریې له حسابه چې طلب وي رسد به هرومرو وي.
XS
SM
MD
LG