د لاسرسي ځای

تازه خبر

که مې لیک استولاﺉ نو پخوا به مې لیکلی واﺉ.ګيلاني


د پاکستان وزيراعظم سید يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان وزيراعظم سید يوسف رضا ګيلاني

رياض ګل – مشال راډيو

اسلام آباد : د پاکستان وزيراعظم سید يوسف رضا ګيلاني يو وار بيا هغه خبره تکرار کړېده چې ولس مشر ته د ملکي آیین او نړيوال قانون له مخې استثنا حاصله ده او که څوک غواړي چې دا ختمه کړي نو په پارليمان کې دې آئيني بدلون راولي.

په لاهور کې له خبريالو سره په خپلو حرګندونو کې نوموړي وویل پکار دا وه چې په اتلسم، نولسم او شلم آئيني بدلون کې دا کار شوی واﺉ خو هيچا دې لړ کې څه اختلافي ټکی راپورته نه کړ، ددې مانا دا ده چې ټول ګوندونه په دې متفق دي.

حکومت له دوه پلوه له ځنډه کار اخلي لومړی دا چې دوی وېرېږي، کېداﺉ شي د سویس په شان معاملو کې ولسمشر ته استثنا نه وي حاصله نوداسې نه چې دغه کېس د دوی خلاف ولاړ شي او دویم دا چې کېداﺉ شي د سويټزرلينډ د قانون له مخې راتلونکې څه وخت کې دا مقدمه ختمه شي نو ځکه حکومت له ځنډه کار اخلي.
بېریسټر باچا

يوسف رضا ګيلاني وویل چې هغه ته د عدالت لخوا ويل شويدي چې له چاسره د مشورې پرته دې د سویس چارواکو ته د ولسمشر په اړه خط وليکي خو ده وویل نه غواړي چې د آئين او قانون پر ضد کار وکړي او هر څه چې کوي نو د آئين له مخې به یې کوي.

د وزيراعظم په خبره چې ولسمشر به د روانې مياشتې په اوولسمه نيټه د پارليمان شريکې غونډې ته وینا کوي او دا د پاکستان د جمهوري حکومت په تاريخ کې اول ځل دې چې يو منتخب صدر به پارليمان ته پنځم خطاب وکړي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د قانوني چارو کارپوه بېریسټر باچا وايي، حکومت له دوه پلوه له ځنډه کار اخلي لومړی دا چې دوی وېرېږي، کېداﺉ شي د سویس په شان معاملو کې ولسمشر ته استثنا نه وي حاصله نوداسې نه چې دغه کېس د دوی خلاف ولاړ شي او دویم دا چې کېداﺉ شي د سويټزرلينډ د قانون له مخې راتلونکې څه وخت کې دا مقدمه ختمه شي نو ځکه حکومت له ځنډه کار اخلي.

ياده دې وي چې د پاکستاني ولس مشر اصف علي زرداري په اړه ویل کيږي چې د سویټزرلينډ په بېنکونو کې پيسې لري او دې لړ کې يوه مقدمه هم شورو کړل شوې وه خو د موجوده حکومت په غوښتنه سویس حکومت مقدمه درولېده او اوس د پاکستان سترعدالت یا سپريم کورټ غواړي چې دغه مقدمه بيا پرانیستل شي.
XS
SM
MD
LG