د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان و امریکايي نجونو تر منځ د باسکټ لوبو سیالي


سرچینه: رویټرز خبري اژانس

ژباړه: شاهین بونېری


د رویټرز خبري اژانس د یو راپور تر مخه د افغانستان د نجونو د باسکټ بال لوبډلې لس کاله وروستو د امریکايي ښځو د لوبډلې پرضد خپله وړومبۍ لوبه اوکړه. د کابل کېټس په نوم امریکايي لوبډله کې په کابل کې د امریکايي سفارت ښځینه غړیو ګډون درلود.


دا لوبډله په کابل کې د امریکا د سفیر ریان کروکر په وینا له هغې وروستو جوړه کړل شوه کله چې افغان لوبډلې ګیله وکړه چې په ټول هیواد کې د هغوی پرضد د لوبې لپاره کومه لوبډله نشته.

د افغان لوبډلې ښځینه لوبغاړوچې په تورو حجابونو يي د سر ویښته پټ کړې وو، او سره قمیصونه يي په غاړه وو. سره ددې چې دې لوبغاړو په کالونو لوبې کړې او اکثر يي ګټلي دي د کابل کیټس لوبډلې نه يي په دغه سیالۍ کې ماتې وخوړله.

په افغانستان کې د لوبو د ودې لپاره پوره پناګه نشته او نه هم ښځینه لوبغاړو ته د خپلو خپلوانو او ټولنې له خوا اجازت ترلاسه کیږي.

رویټرز لیکي په کال ۲۰۰۱ م کې د طالبانو د واک نه د لرې کیدو وروستو ښځو د زده کړو، د رایې اچولو او کار کولو بنیادي حقونه ترلاسه کړي دي خو د ۲۰۱۴م کال په پای کې د بهرنیو ځواکونو د وتو نه وروستو ددوی مستقبل د بې یقینۍ سره مخامخېدای شي.

د افغان لوبډلې مشرې پلوشه سنګر رایټرز ته ویلي که چرې طالبان بیا واک ترلاسه کړي نو دوی به هیڅ حقونه ونلري.

خبري اژانس په پای کې لیکي روانه اونۍاولسمشر کرزي د خپلو زورورو ملانو په سپارښ خاوندانو ته اجازت ورکړو چې په ځیني حالاتو کې خپلې ښځې وهلی شي چې د طالبانو دو خت یادونه تازه کوي.
XS
SM
MD
LG