د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امريکايي پوځیانو کې ځانوژنه لوړه شوې


سرچینه : د فرانسې خبري اژانس
ژباړه – پامیر ساحل

د امریکا پوځي ډاکترانو ویلي، د دې هیواد په پوځیانو کې د ځانوژنې سطح له ۲۰۰۳ز کال راهیسې ۸۰ فیصده لوړه شوې ده. د دوی په خبره، دا سطح پر عراق د امریکا تر حملې وروسته لوړه شوې ده. د پوځي ډاکترانو دا رپورټ د برتانییا د پوځي چارو په یوه مجله کې خپور شوی دی چې بیا ترې د فرانسې خبري اژانس مهمې برخې راخیستي.

د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي لیکي، له ۱۹۷۷ز کاله تر ۲۰۰۳ پورې د امریکايي پوځیانو د ځانوژنو سطح ډېره ټیټه وه. دا سطح په امریکا کې د ملکي وګړو د ځانوژنو پرتله هم ډېره ټیټه وه.

دا رپورټ وايي، هغه کسان چې مړه شول، زیاتره په کې نران ول، ځوانان، سپین پوستي، او د پوځ د ټیټې رتبې خدمتیان ول، او د خپګان یا نورو ذهني ناروغیو طبي سابقه یې هم لرله.

هغو پوځي ډاکترانو چې دا شننه یې خپره کړې ویلي، په ۲۰۰۴ز کال کې د سر تېرو د ځانوژنو ګراف پورته تګ پیل شو. دا هغه وخت وو چې پر عراق د امریکايي حملې یو کال پوره شوی وو.

په ۲۰۰۸ ز کال کې ۱۴۰ پوځي سر تېرو ځان وواژه. دا شمېر د ۲۰۰۴ز کال پرتله ۸۰ فیصده زیات وو.

د دې شننې تر مخې، په تېرو درو لسیزو کې د ځانوژنو ټیټه سطح او بیا په ۲۰۰۸ کې د دې سطحې د ډېرې لوړېدو وجه کېدای شي دا وي چې امریکا تر ۲۰۰۳ وروسته د عراق لپاره د زیاتو سر تېرو ژمنتیا ښودله او په افغانستان کې هم عملیات روان ول.

دا رپورټ وايي، هغه کسان چې مړه شول، زیاتره په کې نران ول، ځوانان، سپین پوستي، او د پوځ د ټیټې رتبې خدمتیان ول، او د خپګان یا نورو ذهني ناروغیو طبي سابقه یې هم لرله.

نو د دې له کبله، د ذهني ناروغیو لپاره د مشورو او په روغتون کې د بسترولو سلسله هم زیاته شوه.

په دې رپورټ کې راغلي، په ۲۰۰۸ز کال کې په شویو ځانوژنو کې یو په درې د هغو سر تېرو وې چې هیڅ کله جګړې ته نه ول استول شوي.

نو دا ډاکتران وايي، باید جګړې ته تر استولو مخکې ځوانو سر تېرو ته مشورې ورکړل شي، له هغوی سره مرسته وشي، چې هغوی له ذهني فشاره خلاص شي.

پر دې ټولو تفصیلاتو سر بېره، دې ډاکترانو دا نه دي لیدلي چې د امریکايي ولسمشر باراک اوباما تر فیصلې وروسته چې له عراقه به خپل سرتېري وباسي، د خود کشیو رجحانات څنګه شوي دي؟
XS
SM
MD
LG