د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر دوستۍ وره بې له پېسو نه شې تېرېدائ"


دچمن او بولدک ترمنځ د دوستۍ ور چې د پاکستان او افغانستان وګړي برې تېرېږي راتېرېږي.
دچمن او بولدک ترمنځ د دوستۍ ور چې د پاکستان او افغانستان وګړي برې تېرېږي راتېرېږي.

خدای نور ناصر - مشال راډيو

کوټه:- د پاکستان او افغانستان په چمن پوله د دوستۍ په نامه دا دروازه په ۲۰۰۳ عیسوي کال جوړه شوې چې له همدې وره ډېری سوداګر او پر ډیورنډ کرښه وېشل شوي پښتانه دواړو غاړو ته په قانوني اسنادو تګ راتګ کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د سیمې اوسېدونکي وايي، چې پاکستانۍ غاړې ته له دوستۍ وره د تېرېدو پر مهال له سختو ستونزو سره مخاخېږي.

((نوم مي ګل محمد دی په پوله باندي چې دا وخت کومي ستونځي دي. هغه د افغانستان خواته نه دې غاړي ته. یانې زموږ په خپل پاکستان کې پتېره د ملیشې ځواکونو کسان مو سخت تنګوي. دلته بیخي د يو چا حکومت نه ښکاري. دلته ملیشه ځواکونو بېل ریاست جوړ کړی دی. بې پيسو په هیڅ صورت يو کس هم نه شي تېرېدائ))


زما په فکر پاکستانیانو ته په دې دروازه دومره ستونځې نشته. البته د افغانستان له خلکو بډې رشوتونه اخیستل کېږي. دپیسو اخیستل یو دود ګرځېدلی دی. کله پنځه سوه کله دوه سوه، کله سل، کله شل او کله بیا په لس پاکستانۍ کلدارو هم پرېښودل کېږي.
عدالمنان .
د دغه سیمې يوه بل اوسېدونکی محمود وايي، په ياده پوله ځايي تجاران نه تنګول کېږي بلکې دده په خبره هغه مساپر چې له افغانستانه پاکستان ته تېرېږي، ځورول کېږي او بې پيسو يې په هیڅ صورت نه پرېږدي. محمود مشال راډيو ته وویل

(( موږ په دغه پوله سخت تنګول کېږو. هر څوک چي په دې دروازه ځي راځي. پیسې ورڅخه اخیستل کېږي. دلته تل ګڼه ګوڼه وي. پېتره هغه مساپر چې له افغانستانه راځي. په هغوی کې ناروغاون هم وي خو دوی يې بې له پیسو نه پرېږدي))


يوه بل اوسېدونکی عبدالمنان بیا وايي. سره له دې چې د افغانستان وګړي بې له پیسو دې غاړي ته نه راپرېږدي، خو زیاتوي کله کله داسي هم وي چې بې له پیسو يې هم پرېږدي. که پیسې ورڅخه اخلي نو څومره؟ ددې پوښتني ځواب عبدالمنان مشال راډيو ته داسي ورکړ.

(( زما په فکر پاکستانیانو ته په دې دروازه دومره ستونځې نشته. البته د افغانستان له خلکو بډې رشوتونه اخیستل کېږي. دپیسو اخیستل یو دود ګرځېدلی دی. کله پنځه سوه کله دوه سوه، کله سل، کله شل او کله بیا په لس پاکستانۍ کلدارو هم پرېښودل کېږي.))



په دې برسیره چې عبدالمنان وايي په لس پاکستانۍ هم رشوت اخیستل کېږي. خو ګل اڅګزی نومي کس بیا زیاتوي، نه يواځې له کسانو څخه د دوستۍ په دې دروازې پیسې اخیستل کېږي بلکې دده په خبره سخت وهل کېږي هم.

(( تکلیف خو پرېږده، زه دا په دعوه سره وایم چې دلته کسان سخت بې عزته کېږي. سخت ناروا عمل له خلکو سره کېږي. خلک ټکول کېږي وهل کېږي. ما په خپلو سترګو لیدلي دي. چي د شلو پاکستانيو لپاره يو سړی ډېر سخت وټکول شو. و ځورول شو او چي کله يې بیا شل پاکستانۍ ورکړې بیا يې خوشی کړ.))

په داسي حال کې چې ددې سیمي اوسېدونکو په وار وار وویل، په دې پوله سخت ځورول کېږي، وهل کېږي، او پيسې ورڅخه اخیستل کېږي. خو په کوټه کې د ملیشه ځواکونو يوه لوړ پوړي چارواکي ددې خبرو نه يواځې تردید وکړ بلکې زیاته يې کړه هغه کسان چې له قانوني اسنادو سره پاکستان ته راځي، هیڅ ستونځې ورته نه پېښېږي.
XS
SM
MD
LG