د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان سره باور زیاتول غواړو: حنارباني کهر


دپاکستان او دافغانستان د بهرنیو چارو وزیران زلمی رسول او حنا رباني کهر
دپاکستان او دافغانستان د بهرنیو چارو وزیران زلمی رسول او حنا رباني کهر
اسرار عالم مومند،مشال راډیو

پراګ : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر په اسلام اباد کې د خبریالانو د یوې ډلې سره د خبرو پرمهال ويلي چې هغه د پاکستان او افغانستان ترمینځ د باوري او ښه ملګرتيا هیله لري.

نوموړې زياته کړه چې د پاکستان لخوا د افغانستان په اړه دستراتیژیک ډپټ يا ستراتیژيکي ژورتيا کړنلاره اوس د تېر وخت خبره ده، اواو س پاکستان د افغانستان په اړه هېڅ قسمه داسې پالیسي نه لري .

د حنا رباني کهر په دې خبرو کې څومره صداقت دی ؟ کله چې مشال راډیو دا پوښتنه په اسلام اباد کې د يو دفاعي کارپو حسن عسکري نه وکړه نو هغه وويل:

((د جنرل ضياالحق په وخت کې که څه هم پاکستان د ستراتیژیکي ژور تيا پالیسي خپله کړې وه او د هغه وخت حکومتي چارواکو غوښتل چې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت ولري او د خپل زمکې په شان يي وکاروي، خو اوس دا تصور په مکمله توګه ختم شوی چې ګینې په افغانستان کې به طالبان د پاکستان يو ملاتړ کونکی قوت وي او هم دغه وجه ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزيرې افغان چارواکو ته د باور ورکولو لپاره دا خبره کړې چې دوي د افغانستان په اړه د ستراتیژیکي ژورتيا پاليسي نه لري))

خو بل پلو په کابل کې کارپو غفور لېوال وايي چې پاکستان اوس هم د افغانستان په اړه د ستراتیژیکي ژورتيا پالیسي برقرار ساتلې ده.

خو په کابل کې ددفاعي چاروکارپوه امرالله امان وايي چې دپاکستان لخوا د افغانستان په اړه پالیسۍ کې مثبت بدلون تر سترګو کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزيرې حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې ويلي چې په تیرو وختونو کې د دوی لخوا څه هم په افغانستان کې شوي دوی له هغې څخه په وتو دي او دوی غواړي چې له افغانستان سره باوري اړيکې ولري ،نو په داسې کې پوښتنه را ولاړیږي چې حنا رباني کهر چې ایا د استخباراتي ادارې ملتړ ورته حاصل دی او کنه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د دفاعي چارو کارپو حسن عسکري ووايل :

(( زما په خيال حنا رباني کهر د اسټېبليشمنټ د ملاتړنه بغېر څه نه شي ويلی ځکه چې هغه هم هغه خبره کوي کومه چې د منلو وړ وي، پاکستان دوه قسمه اندېښنې لري، لومړی داچې که چیرې نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي نو په دغه هېواد کې به خانه جنګي رامنځ ته شي او دويمه دا چې په سيمه کې د هند اغېز مخ په زياتېدو دې نو کېدی شي هندوستان له افغانستان نه بلوڅو ته مالي مرستې ورکړي ))

حسن عسکري وايي پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو له پکار دي چې د يو بل ګيلې مانې ختمې کړي، ګینې دا به د دواړو هېوادونو حالات خراب کړي.
XS
SM
MD
LG