بشیر ګواښ، مشال راډیو
پراګ - په پاکستان کي د سينټ د خالي چوکيو لپاره د شوو انتخاباتو غير سرکاري نتيجې ښيي چې واکمن پیپلز ګوند تر ټولو زياتي نورلس چوکۍ ګټلي دي .
د حزب اختلاف لوی ګوند مسلم ليګ نواز اته، عوامي نيشنل ګوند ۷، متحده قا مي موومنټ، جميعت علما اسلام او مسلم ليګ ق څلور څلور چوکئ ګټلي دي.
د دې ترڅنګ ۱۲ ازاد اميدواره کامياب شوي دي.
خو په يادو نتيجو کې د بلوچستان په اوويو چوکيو د نتيجو اعلان د ووټونو پر شمير د رامینځ ته شوې لانجې له وجي ځنډول شوي دي.
د پاکستان د اليکشن کميشن د بلوچستان صوبايي مشر عبدالجبار جمالي وايي د بلوچستان رايې به د دوشنبې يا نهي په ورځ اعلانيږي.
په دې انتخاباتوکې مولانا صالح شاه، ملک نجم الحسن، هدايت الله او هلال الرحمان له قبایلي سيمو څخه سنټران ټاکل شوي دي.
د پاکستان د اساسي قانون تر مخې، هر درې کاله وروسته د مشرانو جرګې (سینېټ) د نیمو څوکیو لپاره انتخابات کېږی.
د انتخاباتو له اوسنیو نتیجو سره پیپلز ګوند په سینېټ کې په اکثریت کې دی او د حکومت په واکمن اېتلاف کې هم لویه ونډه لري.