د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو باور بیا ژوندي کول، د پوځي سلاکار کیسه


د قران د سوزولو تر پېښې وروسته په هېلمند کې خلک د امریکا بیرغ سوزوي.
د قران د سوزولو تر پېښې وروسته په هېلمند کې خلک د امریکا بیرغ سوزوي.

بوریوال کاکړ، مشال راډیو


پراګ - د افغان پوځیانو سلاکار او د مقالې لیکونکی مېجر فرنانډو لوجان لیکي، د تېر کال په اوړي کې د افغانستان په هېلمند ولایت کې یوه شپه ناوخته په افغان پوځ کې زما دوو افغان ملګرو جواد او رازمحمد په دري کې سندرې ویلې کولې او ورسره یې چکچکې وهلې او په ډېر مشکل به یې بې له خندا یو شعر زمزمه کړ.


دوی به په ټوکو کې ویل: ((مېجر فرنانډو موږ تا پر طالبانو په یو میلیون ډالر خرڅوو. موږ تا د یوې لارۍ په بدل کې ورکوو ، موږ تا د یوه نوي کور په بدل کې ور کوو.))

سلګونه وسوسې، نا سم پوهاوي، او شکونه


مېجر فرنانډو لوجان لیکي، ((ما هم پوره هڅه وکړه چې وخاندم او موږ ملګري وو او دوی ټوکي کولې. خو د یو ګړۍ لپاره به زه دې ته حېران شوم چې ایا زه پر دې کسانو باور کولای شم؟ ایا دوی هڅه کوي چې ما خرڅ کړي ؟ زه دلته یوازې څه کوم او ایا زه دلته خوندي یم؟))

دی وايي چې کله نا کله به ((موږ د افغانانو په حلیه کې د دې مالومولو لپاره له افغان پوځیانو سره تللو چې کله نړیوال سرتېري ورسره نه وي نو دوی څه فکر کوي!!))

دی وايي، وسله وال طالبان د نویو کسانو د ملګرو کولو ، د خلکو د ملاتړ د تر لاسه کولو او د افغان عسکرو د هڅولو لپاره دا پیغام خپروي چې ګواکې اتحادي ځواکونه د افغانستان د نیولو او د اسلام د ځپلو لپاره هلته موجود دي.

مېجر فرنانډو لیکي، کله کله به ((زموږ او د افغان عسکرو تر منځ هغه وخت په خبرو اترو کې څه شک رامنځ ته شو چې کله به موږ له دوی سره د دوی په ژبه خبرې وکړې. د دوی په ذهن کې به دا وو چې ولي موږ د دوی ژبه وايو ، ایا موږ مسلمانان یو؟ ولې نه یو مسلمانان؟ او ایا موږ د دوی مذهب ترې اخلو؟))

خو چي پوه شوم نو هغه ، هم هغه جواد وو چې زما د خرڅولو خبرې به یې کولې او اوس چې کله زه ویده وم نو ده زما ساتنه کوله.

دی وایي، د دې کسانو لویه برخه داسې وه چې هغوی د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو نه ول خبر. او ((هغوی په دې نه وو خبر چې موږ ولې په افغانستان کې یو؟))




د قرآن تر سوزولو وروسته د باور بیا پر ځای کول


د مېجر لوجان په خبره، د پوځ د یوه مېجر په حېث دا د هغه دنده نه ده چې پر تګلاره خبرې اترې وکړي.

خو دی لیکي چې په دې ورستیو کې د قرآن د سوزولو د پېښې له امله، تر راپورته شوي تشدد وروسته، د رامنځ ته شوې بې باورۍ د بیا پر ځای کولو لپاره دوی ته نه یوازې پر طالب یاغیانو توجه ورکول دي، بلکه په افغان عسکرو کې د داسې غوسې هوارول هم په کار دي چې ګواکې نړیوال ځواکونه د دې لپاره په افغانستان کې دي چې اسلام ته زیان ورسوي.

مېجر فرنانډو لوجان وايي، په اوسنیو حالاتو کې په ټول افغانستان کې امریکايي سلاکارانو ته په کار ده چې له خپلو افغاني ملګرو سره ناسته وکړي ، د اسلام په عقایدو ځان پوه کړي او لږې خبرې وکړي او ډېرې واوري.

په اسلام کې دلچسپۍ افغانان را نېږدې کړل

فرنانډو لوجان وايي: ((ما هم داسې وکړل. او یو ځل چې کله د افغان ځواکونو یوې نوې ډلې ته ولاړم نو هغوی چې دا ولیدل چې ګواکې ما د اسلام په اړه د مالوماتو په ترلاسه کولو کې دلچسپي درلوده نو دوی زما ډېر خیال وساته او د ځايي خلکو په مخ کې یې زما ملاتړ وکړ.))

مېجر لوجان وايي ځینې وخت، د دوی پر داسې تېروتنو سربېره، چې افغانان له دوی کرکې کولو ته مجبوره کړي ، خو افغانان له دوی نفرت نه کوي.

دی وايي: ((ما کله هم په هېلمند کې خپلو افغان دوستانو ته دا ونه ویل چې هغوی دې د شپې تر ناوخته سندرې نه وايي ، نه به هم د خوب پر وخت د هغوی ټوکو کولو ته حېران او غوسه وم.))

فرنانډو لوجان زیاتوي: (( یوه شپه مي چې کله له خوبه سترګې پرانیستې نو د وره په خوا کې مې یو سوری ولید، ووېرېدم او خپله توپنچه مې راواخیسته.))

((خو چي پوه شوم نو هغه ، هم هغه جواد وو چې زما د خرڅولو خبرې به یې کولې او اوس چې کله زه ویده وم نو ده زما ساتنه کوله.))
XS
SM
MD
LG