د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو زبر ځواکونو د شمالي کوریا ګام وستایلی


د نړۍ يو شمېر زبر ځواکونو د شمالي کوريا د هغه اعلان هرکلی کړی چې نور به د ميزايلو د آزمايښتي ويشتنو او اېټمي آزموينو د درولو تر څنګ يورينيم غني کول بندوي او د ملګرو ملتونو څارونکو ته به د پروسې د څار اجازه ورکوي.

له دغه لوظنامې سره امريکا رضامندي څرګنده کړې چې د خوراک له کمي سره د مخامخ هيواد شمالي کوريا سره به د ۲۴۰۰۰۰ مېټرک ټنه خوراکې توکو مرسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري په دې اړه ويلي چې په لومړي ځل صحيح لور ته ګام پورته شوی دی.

چېن، جنوبي کوريا، جاپان او روس نن د دغه اعلان هرکلی وکړی چې کېدای شي شمالي کوريا دې ته راضي کړي چې د وسلې د تخفيف په اړه د شپږو هيوادونو په غونډه کې ګډون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG