د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اصغرخان مقدمې اوورېدنه اتم مارچ ته وځنډول شوه



د پاکستان ستر عدالت ( سپريم کورټ (د پخواني ایېر مارشل اصغر خان لخوا په استخباراتى ادارې آی آېس آی پر ضد د لګول شویو تورونو د دائر شوي کېس اوريدنه د راتلونکې مارچ میاشتې تر اتمې نېټې پورې ځنډولې ده.

سپريم کورټ امر کړی چې د مارچ په دویمه نېټه دې له دغه کېس سره اړوند ټول عدالتى ريکارډ وړاندې کړل شي.او ددې برسېره د آی آېس آی د پخواني پخواني ليفټينېنټ جنرل اسد دراني او وزارت دفاع ته یې نوټسونونه جاري کړي دي. چې په اتم مارچ دې عدالت ته وړاندې شي.


پخواني ایېر مارشل اصغر خان په ۱۹۹۶ م کال له هغې وروسته د پاکستاني استخباراتي ادارې پر ضد په سپریم کورټ کې خپل درخواست جمع کړ چې کله د ۱۹۹۰م کال په عامو انتخاباتو کې د پیپلز پارټۍ مخالیفو ګوندونو لکه جماعت اسلامي، د نواز شریف مسلم لیګ په ګډون یو شمېر نور ډلو ته د آی اېس آی لخوا د پیسو ویشلو خبرونه را څرګند شوي.

داسې ادعاګانې دي چې په ۱۹۹۰م کال کې د هغه مهال د پاکستاني پوځ د مشر مرزا اسلم بیګ په لارښوونه د آی ایس آی مشر اسد دراني سیاسي ګوندونو او ډلو ټپلو ته پیسې تقسیم کړې وې چې په انتخاباتو کې د پیپلز پارټۍ د کامیابه کېدو مخه ونیسي.

د اصغر خان د د تورونو له مخې د پاکستاني پوځ استخباراتي ادارې آی اېس آی د مسلم لیګ ن مشر نوازشریف ته ۳۵ لکه، جماعت اسلامي ته ۵۰ لکه، د پیپلز پارټۍ د مرکزۍ کمېټۍ غړې عابده حسین ته ۱۰ لکه، پخواني وزیراعظم مصطفی جتوي ته ۵۰ لکه، د سیند مخکیني وزیراعلی جام صادق علي ته ۵۰ لکه، پیرپګاړا ته ۲۰ لکه، د بلوچستان پخواني وزیراعلی همایو مري ته ۱۵ لکه، او دغ ډول وړو وړو ډلو ته هم په لکونه روپۍ وېشل شوي دي.
XS
SM
MD
LG