د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ : له افغانستانه د پوځيانو وېستلو بهیر ګړندۍ کوو


سپینه ماڼۍ وایي، په افغانستان کې د وروستیو ناکراریو له امله امریکا نه غواړي، چې له دې هیواده د پوځیانو د ایستلو بهیر چټک کړي.

د سپينۍ ماڼۍ ویاند جي کارني په واشنګتن کې پرون د هغو امریکایي صاحب منصبانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړه چې د شنبې په ورځ په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت کې ووژل شول.

جي کارني وویل، روان کال په افغانستان کې د افغان ځواکونو له لورې د ناټو د غړیو هیوادو د پوځیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده خو دا پیښې د افغانستان لپاره د امریکا پوځي ستراتیژي نه شي بدلولای.

د سپینې ماڼۍ ویاند څرګنده کړه چې د مهال ویش سره سم د دوه زره څوارلسم کال تر پایه به امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.

همداراز د امريکا د دفاع د وزارت وياند جارج لېټل هم ويلي هر هغه څوک چې د ا فکر کوي چې د دا ډول بزدلانه بريدونو سره به د هغوي ارادې کمزوري شي نو دا د هغوې لویه تیروتنه ده . په کابل کې د ناټو عمومي قوماندان وياند جان کېربي او د سمندري ځواک جنرل جان ايلن د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د دوو امریکایی پوځي افسرانو وژنه يوه غمژنه پيښه بللې خو زياته یې کړه، هر يو غواړي خپل ماموریت ته دوام ورکړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG