د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ستونزه : پښتانه څه نظر لري؟



منورشاه - مشال راډیو

پراګ:- بلوچستان صوبه له تېرو څو کلونو راهیسې نه یوازې په ملک دننه د تاوتریخوالي او د تشدد له پېښو د خبرونو په سره کې وه بلکې اوس خو یې غږ د امریکا تر اېوانونو رسېدلی دی.

په دې وروستو کې د پاکستان وزیر اعظم د بلوچستان پر ستونزه د ټولو ګوندونود یو کنفرانس رابللو غږ کړی وو خو که بلوڅان ځان ته د آزاد او خپلواک بلوچستان لپاره مبارزه کوي نو بلخوا په دغه صوبه کې مېشت پښتانه بیا ځان ته د جنوبي پښتونخوا لپاره غږ اوچتوي .

دوی وايي په بلوچستان کې نیمی آبادي د پښتنو ده او وايي چې پوره حقوق غواړي، خو د صوبې روانو حالاتو ته په کتو سره هغوی د خپل سیاسي مستقبل په اړه څه نظر لري؟

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان صوبې مشر عثمان خان کاکړ وايي دوي دبریټیش بلوچستان صوبې تاریخي حثیت بحالول غواړي.

(ددې صوبې تاریخ دا دی چې دا له افغانستانه را پرې کړل شوې ده او بریټیش بلوچستان نوم ورباندې ایښودل شوې چې موږ ورته اوس جنوبي پښتونخوا وایو. ددې مرکز کوټه دی. د بلوڅو څلور ریاستونه بیا له دې صوبې سره شامل کړل شوي وو. اوس بلو څان وايي د پنجاب غلامي نه کوي نو پښتانه به څنګه ددوي غلامان جوړ شي. موږ نه له چا سره یو ځای شوي وو نه له چا بیلیږو، زمونږ ځان ته صوبه وه هغه بحالول غواړو)

نوموړې زیاتوي پښتونخوا ملي عوامي پارټي تاریخي حقایقو، دستاویزونو او شواهدو په رڼا کې هر ډول فېصلې ته تیاره ده.

بلخوا عوامي نیشنل پارټي چې پښتون ملت پاله سیاست کوي بلوچستان کې یې صوبايي مشر اورنګزیب کاسی وايي دوی دپاکستان په آیین کې دننه د بلوچستان د خپلواکۍ دمطالبې تایید کوي. او دآیني خپلواکۍ وروسته ځان ته جدا صوبه نه بلکې دپاکستان دننه د پښتنو ملي وحدت کې شامیلیدل غواړي.

(دا موقف چې د بلوچستان دپښتنو دې ځان ته جدا صوبه جوړه شي عوامي نېشنل پارټي په دې موقف یقین نه لري. موږ له بلوڅانو سره په پرامنه او د ورور ولۍ به بنیاد باندې شریکه مبارزه کوو، چې کوم وخت بلوچستان خپل واکي ترلاسه کړي دهغې نه وروسته به بیا د ژبې، کلتور او تاریخ په رڼا کې د فیرنګي تر راتلو وړاندې حال باندې خپلو سیمو سره شامیلیږي. او مونږ به د قبایلي سیمو او شمالي پښتونخوا سره په یو ملي وحدت کې شامیلیږو)

د بلوچستان یو شمېر پښتانه په مذهبي ګوندونو کې هم شامل دي. بلوچستان صوبه کې د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند نایب امیر حافظ حمدالله د بلوچستان د سیاسي مستقبل په اړه وايي دوی په پښتنو او بلوڅو سیمو کې یو شان نمایندګي لري او ځکه د دواړو قامونو دحقونو غوښتنه کوي.

(جمعیت علماء اسلام به داسې موقف اختیاروی چې دیو حق بل ته ورنکړل شي. یعنې موږ د بلوڅو حق پښتنو ته او د پښتنو حق بلوڅو ته ورکول نه غواړو. موږ به دا کوشش کوو چې قامونه د تصادم حال ته ورنشي. پکار ده چې د پاکستان با اختیاره قوتونه اوټولې سیاسي پارټۍ کښیني او په شریکه د ټوپک په ذریعه نه بلکه د خبرو اترو له لارې دبلوچستان د مسلې حل ولټوي او ناراض قامونه رضا کړي.)
XS
SM
MD
LG