د لاسرسي ځای

تازه خبر

غواړم د مزاح له لارې په افغانستان کې امن راولم:جارج ګټوز


ژباړه: ملیحه امیر زاده

سرچینه: ډبلیو اې ټوډې

یوه آسټریلیایی ویب پاڼه ډبلیو اې ټوډې د آسټریلیا سره تعلق لرونکي د یو داسې کس په اړه مقاله لیکلی چی په افغانستان کی یی سرکس خلاص کړی. چی ورسره د ډالی په نامه یوه شادو ده او اشید یو بونا هم ورسره دې. دوي په بیلا بیلو رنګونو کی خیمی ودرولی دي چی مسخری کوي، د دروغو جګړی کوي ، ځاي ماشومانو ته لالي پاپ ورکوي او داسی کتونکو سره ملګرتیا کوي چی سکولونه او یا هسپتالونه ، بجلۍ او ټي وي نه لري .

ویب پاڼه لیکي د توره بوره په غریزه سیمه کی چی ډېره موده پکی طالبان پیاوړی پاتی شوي دي ، په معجزانه ډول دغه شان شو ګانی کيږي.

ویب پاڼه د دی آسټریلیایي وګړی جارج ګټوز په اړه لیکي چی ډېر خوشحاله دې په داسې حالاتو کی هم ژوندی دې او خپل کار سر ته رسوي.
په سډني کی پیدا شوی دغه فنکار او د فلمونو جوړونکي د ډېرو کلونو نه دغلته د تللو پلان لرلو. دا د هغه د مشن برخه وه چی د پښتنو سیمه ایز فلمي صنعت بچ کړي چی ورته د سخت دریځو لخوا نقصان رسیدلی دې.

ویب پاڼه زیاتوي په تېرو پنځه کلونوکی هغه په پښتو ژبه کې 5 ډرامې او دستاویزي فلمونه جوړ کړي دي. هغه په ټوقو ټقالو او میني باور لري او غواړي چی فن او مینی ته دی موقع ورکړل شي. په دغه سیمه کی چی د لسیزو راهیسی بارود او جګړه نا کامه شوی ، هغه هیله لري خندا خوندي او مزاح سره به په دی جګړه ځپلي هیواد کی امن راشي.


ویب پاڼه وړاندی ليکي دوه شپیته کلن ګټوز چی په راک ډېل کی را لوی شوی او د سډني یونیورستۍ کی یی ذده کړی کړي ، اوس په جلال آباد کی په یو زیړ رنګي کور کی ژوند کوي. د ویب پاڼی په خبره د خپل فن او مشن په خاطر ډېر کم فنکاران قرباني ورکوي. او د ده په اړه ليکي په رونډا، بوسنیا ، کانګو ، سومالیه او عراق کی یی د شخړو په حالت کی کار کړی. هغه د دی لپاره لوی قیمت ورکړی چی د عراق نه د راتګ نه پس سخت ذهني فشار کی اخته و. او بیا یی د دری دیرش کالو زوړ واده هم مات شو.

ډبلیو ای ټو ډې لیکي د ګټوز ډېر ملګري په افغانستان کی د هغه په اړه اندیښنی لري چی ژوند یی د خطر سره مخ نه شي.

د دی پوښتنی په جواب کی چی ولی په خطر کی کار کوي؟ دی وایی چی دا یواځې د دی سره تعلق نه لري چی دی د بدلون راوستلو خواهش لري. بلکه دا ورله یوه شخصي تجربه هم جوړه شوی ده.
ګټوز کوشش کوي چی خطر کم نه کم کړي. هغه په خپل کار کی طالبان شاملوي ، هغوي له غاړه ورکوي او خندا خوندي ورسره کوي.
ویب پاڼه ليکي ګټوز هیله لري د دی تجربی څه ګټه وری نتیجی به مخی ته راشي.
XS
SM
MD
LG