د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۳۰ کاله وروسته په یمن کې نوي ولسمشر سوګند وکړ


د يمن نوي ولسمشر له درې دیرشو کلونو راهیسې واکمن علی عبدالله صالح پر ځای سوګند پورته کړ.

عبد ربه منصور هادي، د عبداالله صالح پرځای چې په دغه هيواد کې يې د يو کال له سیاسی کړکيچ وروسته اقتدار پريښود، په پارليمنټ کې لوړه وکړه. هادي پخوا د صالح مرستيال وو او د هغه انتخاباتو له لارې ولسمشر شوی چې يوازې ده پکې د کاندید په توګه برخه لرله. د رسنيوو په وينا علي عبداالله صالح به د اقتدار د پريښودلو په بدل کې محکمې ته نه وړاندې کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG