د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا د بهرنو چارو وزیران سره وویني


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن به نن په لندن کې له خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کر سره خبرې کوي. دغه ملاقات د تیرکال په نومبر کې د نیټو ځواکونو لخوا له افغان پولې سره نږدې په یوه حمله کې د څلورویشتو پاکستاني پوځیانو د وژنې وروستو کیږی، چې د دواړو هیوادونو تعلقات یې خراب کړي دي ، او په ځواب کې دغه هیواد په افغانستان کې میشت نیټو ځواکونو ته د سامانونو د رسد لارې لارې هم بندې کړې.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژنې وروستو واشنګټن د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد په پالیسۍ پوښتنې هم راپورته کړې دي، او له پاکستاني پوځ سره یې امداد هم ودرولی.

په روانه میاشت کې د نیټو یو راوتلی رپوټ ښيي ، چې د پاکستان استخباراتي ادارې له طالبانو مرسته کوي، چې په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو حملې کوي.

د امریکا لپاره د پاکستان نوې سفیره شیرې رحمان وایې، د واشنګټن او اسلام آباد تعلقات د ګڼو هیلو تر بوج لاندې راغلي او زیاته جذباتي بڼه یې اخیستې .
XS
SM
MD
LG