د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې غریبي ډېره سخته زیاته شوې


ګل آیاز -مشال راډیو

پراګ :- د پاکستان په پنجاب کې د بیکن هاوس نېشنل یونیورسیتي کې پروفیسر په خپله شوې سروې کې چې د غربت کمولو اساسي موسیسه بلل کېږي وايي په دي هيواد کې ۴۳ فيصده يا ۷۹ ملينه خلک د غربت له کرښي لاندي ژوند کوی. په سروی کې ويل شوي په ۲۰۰۳ م کال کې ۳۴ فيصده خلک له غربت سره مخامخ وو.

په اسلام اباد کې د خوراک نړيوالې ادارې وياند امجد جمال مشال ريډيو ته وويل په پاکستان کې له ۵۰ فيصده زيات خلک د خوړو کمی لري. دی زياته وي سره له دې چې پاکستان زرعي هيواد دي، د غربت کچه سيوا ده او دا د حکومت لپاره د اندښنې وړ خبره ده. د هغه په خبره په خيبر پښتنونخوا او قبايلي سيمو کې د خراب امنيت له امله غربت سيوا شوی دی.

دي وايي ((دلته مرستندويه ادارو ته رسايي نشته ځکه په دي سيمو کې اوږد مهاله پروګرامونه مو نه دي شورو کړي. د ملګرو ملتونو سره تړلې اداري د خوراک يو څو پروګرامونه شورو کړي. د خيبر پښتنونخوا جنګ ځپلو سيمو کې خلکو ته او په ځانګړي توګه ښځو او ماشومانو ته خوراک ورکوو. که چري د دي سيمو امنيت ښه شي نو لوی پروګرامونه هم شورو کولای شو.))

خيبر پښتنونخوا کې د خوراک او د بې کوره شويو خلکو د څار لپاره د يوې ادارې کارکونکی اجلال شاه وايي، قبايلي سيمو کې غربت ډير زيات دی او ددې بنيادي وجه په دې سيمو کې د روزګار د موقعو نشتوالی دي.

دی وايي: (( د قبايلي سيمو په اړه هيڅ قسمه پاليسي نشته. په ترقياتي کارونو عمل نه کيږي. کارخانې نه جوړيږي. هله به په ځايي کچه ترقي کېږي او غربت به ختميږی چې کارخاني او کاروبار شورو شي.))

که يو خوا د غربت له امله د قبايلي سيمی خلک اندښمن دي نو بلخوا د پوځي عملياتو له کبله په زرګونو خلک بي کوره شوي. کوهاټ کې د بي کوره شويو خلکو لپاره د خوراک ورکولو په مرکز کې ناست ضرورت مند کس محمد جاويد وايي:

((مياشت کې يو ځل خوراک ملاويږي. د پخوا په څير مو اوس د ګټې وټې ذريعه نشته))

يو بل کس محمد زبير چې په اورکزو کې یې دوکان وو، اوس په کوهاټ کې د بي کوره شوو خلکو په کيمپ کې ژوند کوي، وايي ((دلته ناست يو او راشن اخلو. مخکي مو کارو بار ډير ښه روان وو اوس هيڅ هم نشته.))

د خوراک نړيوال اداري وياند امجد جمال وايي، د غربت ختمولو لپاره نړيوال ادارو سره سم د حکومت ذمه واري جوړيږي چې داسي پروګرامونه شورو کړي چې غريبانو سره مرستي وشي.

دي وايي ((په مارکيټونو کې د نرخونو څار، او له دې علاوه سماجي تحفظ ورکولو ګامونه پورته شي، چې يو عام کس يا غريب پاکستاني ته اسانتیاوې ملاوشي. موږ دا نه وايو چې امداد دې ورکړل شي بلکې داسي پروګرامونه لکه بی نظير انکم سپورټ په شان نور پروګرامونه شورو شي. دا ښه پروګرام دي خو کافی نه دی. که چرې دا ډول پروګرامونه عملی کړای شي نو د غربت په شرح کې ډير کمی راتلای شي.))

د غربت د کموالي لپاره د اداري رپورټ په اړه کارپوهان نظر لري چې په حکومتي کچه پلاننګ کيمشن اوږد مهاله منصوبي جوړې کړي او د خپلو تګلارو یا پاليسو عملي کول که يقيني کړل شي نو له دې سره د غربت په شرح کې کمی راتلای شي.
XS
SM
MD
LG