د لاسرسي ځای

تازه خبر

برهمداغ بوګټي د خپلواک بلوچستان قرادار حمایت کړی


د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکي بلوچ ريپبلکن ګوند مشر برهمداغ بګټي د کوټې خبريالانو ته په يوه ټليفوني خبري کنفرانس کې په امريکايي کانګرس کې د خپلواک بلوچستان د قرارداد په کلکه ملاتړ کړی دی.

نوموړي ويلي دي چي د پاکستان حکومت او د ځينو ګوندونو مشرانو چې د دې قرارداد غندنه کړې، هغوی په اصل کې پنجاب په خطر کې ويني.

برهمداغ بګټي د بلوچستان له وزير اعلی او ګورنر څخه غوښتنه کړې چي له خپلو چوکیو دې استعفى وکړي او د بلوڅانو په قامي غورځنګ کې دې شامل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG