سرچینه:- وال سټریټ ژورنال
ژباړه :- نجیب عامر
وال سټریټ ژورنال ته دافغانستان ددفاع وزیر رحیم وردګ ویلي چې دامریکا هغه پلان چې د دوه زره څوارلسم کال نه پس به دافغان ځواکونو شمیره یو په درېوو کې کموي ، دتباهۍ باعث ګرځیدلای شي. نوموړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه پس د خپلو ځواکونو اندېښنو ته په اشارې سره داخبره کوله . دامریکا حکومت داسې وړاندیز کړی چې دوی به دافغان ځواکونو شمیره له درې نیم لکو نه دوه لکه او دیرشو زرو ته راټیټوي.
وال سټریټ ژورنال لیکي چې دامریکا له خوا دا وړاندیز د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې چې برسلز کې جوړه شوې وه ، مخې ته راغلی او پخلی یې په افغانستان کې د ناټو دځواکونو یو روزونکي کوماندان ډګرجنرال ( ډینیل ـ بولګر ) هم دیوې مرکې پرمهال کړی دی.نوموړي ویلي دافغان پوځ په روزلو باندې هرکال ددوی څلورملیونه ډالره پانګه مصرفیږي.
د ورځ پاڼې په باور دافغانستان حکومت لاهم دامریکایانو سره په دې موضوع مذاکرات کوي چې د دوه زره څوارلسم کال نه پس به په څومره شمیر کې امریکایان بیا هم په افغانستان کې پاتې کیږي. افغان مشران او ځیني امریکايي قانون جوړونکي په دې اند دي چې د دوه زره څوارلسم کال نه پس به د طالبانو د بریدونو نه د افغانستان د ژغورلو لپاره ګڼ شمیر افغان پولیسو او سرتیرو ته اړتیا وي.
جنرال عبدالرحیم وردګ وال سټریټ ژورنال ته ویلي هیڅوک دا نه شي ویلی چې د دوه زره څوارلسم کال نه پس به په افغانستان کې امنیتي وضع څه ډول وي ؟ نوموړی وايي که د افغان ځواکونو په شمیر کې کمی راوستل کیږي نو دا باید د زمکنیو حقایقو ته په کتو سره راوستل شي، کنه نو دا به لویه تباهي رامنځ ته کړي او زمونږ په قربانیو او لاس ته راوړنو به خاورې واړوي.
ورځ پاڼه لیکي دناټو اکثرو غړو هیوادونو له تیر څه مهاله ددې خبرې مخالفتونه پیل کړي وو چې په افغانستان کې به د افغان ځواکونو شمیره لوړولی شي، ددوی په اند دافغانستان غوندې یو ناداره هیواد ته به ګرانه وي چې په دومره زیات شمیر کې مسلکي روزل شوي افغانان وساتلی شي. د معلوماتو له مخې د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې به دافغان ځواکونو شمیره درې لکه او دوه پنځوس زره ته ورسیږي.
په افغانستان کې د ناټو دځواکونو روزونکی کوماندان ډګرجنرال ( ډینیل ـ بولګر ) وايي دافغان ځواکونو د شمیرې د کمولو وړاندیز تراوسه یوازې د امریکې له خوا مخې ته راغلی او غړو هیوادونو پرې تراوسه کوم ګډ دریځ نه دی وړاندې کړی.
دبرسلز د غونډې نه وړاندې دامریکا ددفاع وزیر لیون پینیټا ویلي وو، په راتلونکي وخت کې به دافغان ځواکونو شمیره څومره ساتل کیږي، دا پریکړه به دې خبرې ته په کتو سره کولای شي چې دې کار لپاره څومره بودیجه په لاس کې ده ، دوی زیاته کړې وه چې امریکا هڅه کوي په دې لړ کې د هغو هیوادونو نه هم بسپنې ترلاسه کړي چې د ناټو سازمان غړي هیوادونه نه دي لکه جاپان ، جنوبي کوریا ، سویډن او دعربو خلیجي هیوادونه .
خو بل پلو دافغانستان ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ بیا وايي دده تخمینه داده چې په دوه زره څوارلسم کال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو باید دافغان ځواکونو شمیره له څلورو لکو نه نیولې تر پنځو لکو پورې وي، خو دده په وینا دوی اوس پوهیږي چې دا کار ناشونی دی.
جنرال وردګ وايي نړیواله ټولنه چې دافغان ځواکونو په اړه کومه بریکړه کوي نو ترهغې وړاندې دې د نولس سوه نوي یمې لسیزې تجربې په پام کې ونیسي او دا خبره دې نه هیروي چې افغانستان دنړۍ د خطرناکو سیمو څخه دی او دلته خطرې او ګواښونه موجود دي.