د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو شپږ قاچاقوونکي اروپايي پولیسو نیولي


د اروپايي هیوادونو پولیسو د هغې قاچاقبرې ډلې شپږ کسان نیولي چې افغانان یې اروپا ته وړل.

د اروپايي ټولنې عدلي ادارې د جمعې (د فبرورۍ په ۱۷مه) وویل، دې قاچاق وړونکو د یونان له لارې افغانان اروپا ته استول. دا اداره وايي، په دې عملیاتو کې چې د (پکول) په نامه یاد شوي، د بېلجیم، برتانیا، فرانسې او یونان پولیسو برخه اخیستې ده. دې قاچاقبرانو په تېرو ۱۰ میاشتو کې شا و خوا ۵۰۰۰ کسان اروپايي هیوادونو ته انتقال کړي او له دې لارې یې په میلیونونه ډالره تر لاسه کړي دي. تر دې مخکې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول، په کال کې شا و خوا ۵۰ زره افغانان په نا قانونه توګه یونان ته داخلېږي. ټاکل شوې چې د مارچ په میاشت کې به په رسمي ډول په یونان کې د افغانستان سفارت پرانیستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG