د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان، ایران و افغانستان غونډه


د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د دې هیواد ولسمشر اصف علي زرداري له خپل افغان او ایراني سیالانو حامد کرزي، او محمود احمدي نژاد سره غونډه کړې ده.

تر دې وروسته یې د خبري غونډې پر مهال د ترهګرۍ د مخنیوي، سوداګرۍ، د مرستو په چارو او په سیمې کې د سولې او ثبات په اړه د سلا کېدو خبره وکړه. خبري غونډې ته د وینا پر مهال پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، ملګري بدلېدای شي خو ګاونډیان نه. ده وویل، د ایران و پاکستان تر منځ د ګیس پر پایپ به هیڅ بهرنی فشار و نه مني. پر دې مهال افغان ولسمشر حامد کرزي وویل: ((د واشنګټن پرتله اسلام اباد، کابل ته زیات نېږدې دی.)) ده وویل، غواړي له اسلام اباد سره خپل اړیکي نور هم پیاوړي کړي؛ او دا چې د مسلو د هواري لپاره باید باوري پالیسۍ جوړې کړل شي. خبري غونډې ته د وینا پر مهال ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، هیواد یې له ټولې نړۍ سره ښه اړیکي ساتل غواړي. ده وویل، په سیمه کې به د هیڅ هیواد لاس وهنه و نه زغمي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG