د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري بدلېدای شي، خو ګاونډیان نه: زرداري


سراج ظهیر، مشال راډیو
اسلام اباد - د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د دې هیواد ولسمشر اصف علي زرداري له خپل افغان او ایراني سیالانو حامد کرزي، او محمود احمدي نژاد سره غونډه کړې ده او تر دې وروسته یې د خبري غونډې پر مهال د ترهګرۍ د مخنیوي، سوداګرۍ، د مرستو په چارو او په سیمې کې د سولې او ثبات په اړه د سلا کېدو خبره وکړه.

په دې غونډه کې د ایران و پاکستان تر منځ د ګیس پر پایپ، او له افغانستان سره په اړیکو هم خبرې شوې دي.

خبري غونډې ته د وینا پر مهال پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، ملګري بدلېدای شي خو ګاونډیان نه.

ده وویل، د ایران و پاکستان تر منځ د ګیس پر پایپ به هیڅ بهرنی فشار و نه مني.

زرداري وویل: ((په دې اړه د دوی دا نظر منل شوی دی چې ایران و پاکستان ګاونډي هیوادونه دي او ضروریات یې له یو بل سره تړلي دي.))

پر دې مهال افغان ولسمشر حامد کرزي وویل: ((د واشنګټن پرتله اسلام اباد، کابل ته زیات نېږدې دی.))

ده وویل، غواړي له اسلام اباد سره خپل اړیکي نور هم پیاوړي کړي؛ او دا چې د مسلو د هواري لپاره باید باوري پالیسۍ جوړې کړل شي.

کرزي وویل: ((موږ غواړو چې په دې اړیکو [د پاکستان و افغانستان] کې چې کوم خنډونه دي باید ختم کړل شي. او په سیمه کې چې څومره مسلې دي باید ژر تر ژره ختمې شي.))

خبري غونډې ته د وینا پر مهال ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، هیواد یې له ټولې نړۍ سره ښه اړیکي ساتل غواړي.

ده وویل، په سیمه کې به د هیڅ هیواد لاس وهنه و نه زغمي.

احمدي نژاد وویل: ((زموږ په سیمه کې چې مسلې دي هغه خپله نه دي جوړې شوې، بلکې له بهره پر موږ تپل شوې دي. ځېنې داسې هیوادونه شته چې پر موږ حکمراني کول غواړي. موږ په دې سیمه کې سوله او سوکالي غواړو.))

د دې درېواړو هیوادونو بله غونډه به په افغان پلازمېنې کابل کې کېږي.
XS
SM
MD
LG