د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایټمي کمزوری ملک پاکستان



ایکسپرېس ټرییبیون ورځپاڼه د پاکستان د ایټمي وسلو په اړه لیکي، دغه هیواد په داخلي توګه د سختو مشکلاتو سره مخامخ دی، چې پکې یو تر ټولو مهمه خبره د ګاونډي هیوادونو سره خرابې اړیکی ښه کول او د خپلې ایټمي وسلې حفاظت کول شامل دي.

په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې لیکوال خالد احمد د پاکستان په ایټمي وسلو لیکي او وایی، پاکستان ایټمي بمونه ځکه جوړ کړل ، چې د هند په مقابل کې یې خپل ځان کمزورۍ محسوسولی، او په دې سره یې ځان د هند په مقابل کې راوستو. خو کله چې په ۱۹۹۸م کې ایټمې وسلې جوړې شوې، د هغې وروستو پاکستان نور هم ځان غیر محفوظه ګڼي.

د ګاونډي هیواد هند سره یی تعلقات نور هم خراب شول، او اوس نړۍ د پاکستان د ایټمي وسلو په اړه زیاته اندیښمنه ده. لیکوال وایي حتا چې دوی پخپله هم د خپلو ایټمي وسلو نه وېریږي. او داچې د هند په مقابل کې نړیوال هیوادونه د دوی د ایټمي وسلو نه زیات یریږي، ځکه چې د هغوی په نظر کې دغه وسلې د القاعده او یا هم د طالبانو په لاس ورتللای شي.

ورځپاڼه د یو کتاب نیوکلیېر پاکستان سټراټیجګ ډایمنشنز یعنې د ایټمي پاکستان سټراټیجیکي اړخونو په حواله لیکي ، چې د دغه هیواد د ایټمي وسلو په اړه لیکل شوېدي. د دغه کتاب ایډیټر
ذ والفقار خان وایي، هند چې په دغه سیمه کې یو طاقتور هیواد دی، او کوښښ کوي په نړۍ کې خپل اثر رسوخ نور هم زیات کړي، چې دې سره به د پاکستان د نوروهیوادونو سره کمزورې اړیکې لا نورې هم خرابې شي.

ورځپاڼه لیکي کمزوري هیوادونه به څنګ پاتې کیږي، او بیا د شوروي اتحاد ذکر کوي چې د ساړه جنګ د ایټمي شخړې وروستو مات شو، چې پکې اقتصادي شخړې تر ټولو مهم رول ولوبولو، نو ایا داسې به په جنوبي ایشیا کې هم رامنځ ته کیږي.

کله چې په لاهور د ترهګر حملو ذمه واري د پولیسو ای جي په سي ای اې، را او یا موساد اچوي، نو ددې مطلب دادی، چې د پاکستان د دغه هیوادونو سره داسې اړیکي دي چې باور پرې نشي کیدای، او په موجوده وخت کې چې په چا باور لري ، کیدای شي سبا یی ونه لري . د هند ، اسراییل او امریکا اقتصادي او سټراټیجیکي اړیکي ډیرې مضبوطي دي، او په دغه سیمه کې څه قسم عملیات درې واړه هیوادونه په ګډه هم کولی شي.


ورځپاڼه د پاکستان د ایټمي وسلو په اړه پوښتنه کوي چې وایي، د دوي ایټمي بم اسلامي دی ، او که کشمیري. چې د یو لیکوال شاهین اختر د خولې لیکي، دوي ایټمي وسلې ځکه جوړي کړې چې د کشمیر په شخړه د هند سره خپله سیالي برابره کړي.
XS
SM
MD
LG