د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تورخمه پېښور ته سامان وړونکې قاچاقبرې ښځې


دا دواړه ښځې له تورخمه پېښور ته برقي الات قاچاقوي
دا دواړه ښځې له تورخمه پېښور ته برقي الات قاچاقوي
فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی - د خيبر پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو سره تعلق لرونکې یو شمېر ښځې د تور خم او پېښور تر منځ ګنډې چلوي او مزدوري کوي.

دغه ښځې وايي، په دوی کې زیاتره کونډې او بې وسه دي، بچي ور په غاړه دي، او ځېنې په کې سېلاوونه او نا امنۍ هم ځپلې دي نو له مجبورۍ قاچاقي سامانونه هم وړي.

د دوی په خبره، امنیتي سر تېري، خاصه دار، او پولیس ورسره ښه چلند نه کوي، او وهل ټکول هم ورسره کوي. خو د خپلې غریبۍ له کبله دا هر څه زغمي. دا ځکه چې حکومت هم ورسره مرسته نه کوي.

په دې اړه د دربو څوکۍ پبو ۴۰ کالنه بشرا وايي:

((زه کونډه یم، شپږ بچي مې دي، سېلاو [ځپلې] یم، او د ژمي بسترې هم نه لرو. هیڅوک راسره مرسته نه کوي؛ نو بس دا مزدوري کوم او خپل بچي پر ساتم. موږ هم غواړو چې په کور ناستې وای، او خپل لمونځ اودس مو کولای.))

د حاجي کیمپ پېښور په سیمه کې اوسېدونکې شا و خوا ۴۲ کالنه شمشاده وايي: ((د ګټې مو هیڅوک نشته. بچي مې واړه دي، او بس زه ورته مزدوري کوم، ټول وجود مې مات، ګوډ دی او بله دا چې دې مزدورۍ ته مې هم څوک نه پرېږدي.))


د دې ښځو د مشکلاتو په اړه د خیبر پښتونخوا د ټولنیزې خیر ښېګړې او د ښځو د پرمختګ وزارت کې د ښځو د کمېسون کوارډي نېټره آمنه دراني وايي: ((د داسې ښځو ستونځې په ګوته کول، ښه کار دی. زه به په دې اړه خپل وزارت او صوبايي حکومت ته حتماً سپارښتنې ورکوم چې دا مسلې حل شي.))

د خیبر پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو سره تعلق لرونکې دا ښځې وايي که چارواکي ورسره مرسته وکړي نو قاچاقبري به پرېږدي.
XS
SM
MD
LG