د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاپي: د ګیس پر پایپ به کار تر ۲۰۱۶ پوره شي


د تاپي تړون شریکوالان
د تاپي تړون شریکوالان
ریاض موسا خېل، مشال راډیو

اسلام اباد - د پاکستان د سینیټ د غونډې پر مهال د اوبو او برېښنا وفاقي وزیر سید نوید قمر وویل، د تورکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګیس پر پایپ (TAPI، تاپي) کار روان دی چې تر ۲۰۱۶ز کاله به بشپړ شي.

په دې اړه د پیټرولو او قدرتي وسایلو لپاره د سینیټ د قایمه کمېټۍ مشر صابر علي بلوڅ مشال راډیو ته وویل، د دې منصوبې فیزیبلېټي رپورټ تیار دی.

دی زیاتوي، ولسمشر اصف علي زرداري پخپله په دې مفاهمتي یادښت لاسلیک لپاره تورکمانستان ته تللی دی.

ایا د افغانستان او بلوچستان د امنیت حالات به د دې پایپ په لار کې خنډ نه وي؟

په دې اړه صابر علي وايي، یقیناً د دې سیمو وضع ډېره ښه نه ده خو په دې کار کې څلور هیوادونه شامل دي، نو ځکه به د دې پوره حفاظت کوي، او له کومو سیمو چې دا پایپ تېرېږي، د هغه ځای مشران به د دې د ساتنې ذمه واري ورکوي.
بلې خوا ته د قامي اسمبلۍ غړی او د پیټرولیم او قدرتي وسیلو لپاره د قایمه کمېټۍ غړی شیخ افتاب احمد وايي، لا خو لوظنامه نه ده لاسلیک شوې، نو کار خو ډېره لرې خبره ده.

دی وايي، څو ځله یې دا معامله د ایوان په کمېټۍ کې را پورته کړې ده خو حکومت سنجیده نه دی.

هلته د اقتصادي چارو کار پوه او د قاید اعظم پوهنتون د اقتصادیاتو استاد، معراج الحق وايي، له دې منصوبې یواځې یو خطر ورته ښکاري او هغه دا دی چې دا پایپ چې له کومو سیمو تېرېږي هغه ډېرې خطرناکې دي.

دی زیاتوي، پاکستان پرته له دې بله لار نه لري چې د انرژۍ اړتیاو پوره کولو لپاره له نورو هیوادونو سره تړونونه وکړي. ((خو اصلي خبره دا ده چې دا منصوبې باید عملي شي، او یواځې پر کاغذ پاتې نه شي.))
XS
SM
MD
LG