د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ښځې د کار په بدل کې خواړه اخلي


د خوراک د نړیوالې ادارې لخوا د دې پروګرام تر مخې ښځې په پټیو کې کار کوي.
د خوراک د نړیوالې ادارې لخوا د دې پروګرام تر مخې ښځې په پټیو کې کار کوي.
باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد - د افغانستان د ننګرهار د کانال د بيا رغاونې په موخه د جلال اباد ښار ختيځ ته په ۱۰ کيلو میټرۍ کې د ثمرخيلو فارم ته هره ورځ له بيلابيلو کليو څخه ښځينه کاريګرې ورځي او د زراعت په بيلابيلو برخو کې کار کوي.

دې ميرمنو ته د ډبليو اف پي يا خوراک نړيوال پروګرام له لارې د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکول کيږي.

د ننګرهار د کانال ريس انجنير زيارت ګل راهيل د ثمرخيلو په فارم کې مشال ريډيو ته وويل چې ٦٠٠ تنه ښځينه او نارينه د خوراک د نړيوال پروګرام په مرسته د ننګرهار کانال په بيلا بيلو فارمونو کې په کار ګمارل شوي دي، دى وايي:

(( د ښځينه وو په دې پروګرام کې د ډبليو اف پي يا خوراک نړيوال پروګرام له خوا دوى ته د کار په بدل کې خواړه ورکول کيږي. دا ښځې د کانال په نرسريو يا قوريو کې کار کوي چې د دوى د کار له حاصل څخه ديرش په سلو کې ميوه لرونکي او زينتي بوټي ټولنې ته ورکوو او اويا په سلو کې يې کانال ته پاتې کيږي. د ډبليو اف پي لخوا تر ٦٠٠ تنو پورې کانال ته ورکړل شوي چې د ثمرخيلو، هډې او غازي اباد فارمونو کې په کار ګومارل شوي دي.))

د بلقيسې په نوم يوه ميرمن وايي کوم خوراکي توکي چې دوى ته د کار په مقابل کې ورکول کيږي، هغه د دوۍ لپاره ناکافي دي، دا وايي چې ټولې کاريګرې ښځې يا کونډې دي او يا يې هم سړي زاړه شوي او له کاره لويدلي دي. دوى له حکومت څخه دومره مرسته غواړي چې د دوى شپه پرې سبا شي.

يوه بله ميرمن وايي چې له خيشاوې نيولې تر نيالګيو کرلو پورې ټول کارونه کوي. دۍ هم ورته غوښتنه لري او وايي چې دومره خوراکي توکي ورته نه ورکول کيږي چې د دوى ګوزاره پرې وشي.

د کاريګرو ښځو دا غوښتنې مو د ننګرهار د کانال ريس انجنير راهيل مخې ته کيښودې، هغه په ځواب کې وويل:
(( په رښتيا هم دغه خوراکي توکي چې دوى ته ورکول کيږي، د يوه کورنۍ لپاره ناکافي دي. دا د نړيوال خوراکي پروګرام يو نورم دى چې ورته يې ټاکلى دى، خو موږ په دې کوشش کې يو چې په زراعتي برخه کې نورې مرستندويه موسسې دې ته وهڅوو چې له دې ميرمنو سره مرسته وکړي.))

د ننګرهار کانال چې په تيرو کورنيو جنګونو کې يې ډيره برخه له منځه تللې خو اوس حکومت او نړيوالو ټولنو پتيلې ده چې د ننګرهار کانال بيا په ميوه لرونکو بوټو ورغوي، خو په کار ګمارل شوې ميرمنې وايي چې د کار په بدل کې د خوراکي توکو مزد د دوى ورځينۍ اړتياوې نه شي پوره کولى.
XS
SM
MD
LG