د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې بې درېغه وژنې د بشریت ضد جرم کېدای شي، م م



ملګري ملتونه وايي چې په شام کې بې له ښه او بد کتلو د طاقت استعمال د انسانیت پر ضد یو جرم کېدای شي.

د ټول وژنې او د ژغورنې د مسولیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون سلاکارانو په شام کې د تشدد پر ژز تر ژر پای ته رسولو زور اچولی دی. د ټول وژنې او د ژغورنې د مسولیت په اړه د بان کي مون سلاکارانو فرانسیس ډینګ او ایډورډ لک په خپلو بیانونو کې ویلي چې دوی هغو رپوټونو وېرولي دي چې وايي د شام حکومتي ځواکونه او د هغوی ملګرې ملېشې د هومس او نورو ښارونو په ګڼ مېشتو سیمو کې بې له ښه او بد کتلو ډزې کوي کومو چې د دوی په وینا په لوی شمېر خلک وژلي او ټپي کړي دي. دا بیانونه وايي چې د فرورۍ پر څلورمه نېټه په شام کې د ارامۍ لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د وړاندې کړل شوي قرارداد ویټو کېدل د نور تشدد لپاره جواز نه شي کېدای. پرون ناوخته سعودي عربستان د شام په اړه د قرارداد یو داسې مسوده وېشلې ده چې د رپوټونو له مخې هغه یوه ته ورته وه چې روس او چین د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې ویټو کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG