د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې اور؛ له ۳۰۰ زیات دوکانونه سوځېدلي


د خوست په بازار کې د لمبو منظر، دوکانونه ټول سوځېدلي دي.
د خوست په بازار کې د لمبو منظر، دوکانونه ټول سوځېدلي دي.
امیر بهیر

خوست - د افغانستان په خوست ښار کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا ۳۵۰ دوکانونه سوځېدلي ، چې خلکو ته يې سلګونه ميليونه افغانۍ زيان اړولی دی.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځی وايي، دغه اور تېره شپه د درېيو بجو په شاوخوا کې د ښار په سوېل ختيځه څنډه کې د لرګيو په ټال کې لګېدلی او وروسته شاوخوا دوکانونو ته خپور شوی دی.


هغه وايي،چې د دوی اطفايو تر سهاره پورې اور کنټرول او مړ کړ او چا ته پکې ځاني زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته کړه،چې د اور له امله څه باندې ۳۰۰ دوکانونه سوځېدلي، خو دا چې خلکو ته څومره مالي زيان اوښتی، له پلټنو وروسته به معلوم شي.

قوماندان سردار محمد ځاځي وويل، چې د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم ، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي ثمرګل وويل، سهار، چې کله دی راغی، خبر شو، چې دوکان يې د اور په پېښه کې په بشپړ ډول سوځېدلی او نړېدلی دی.هغه وويل، چې په دوکان کې يې د شاوخوا ۵۰۰ زره افغانيو په ارزښت سامان و، خو اوس ټول له منځه تللی دی.

نوموړي له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې عاملين دې ونيسي او د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړي.

د يادولو وړده ،دغه اورلګېدنه د ښار په ختيځه برخه کې په هغه سيمه کې رامنځ ته شوی چې د سره او د ښاروالۍ دپلان خلاف دوکا نونه پکې جوړ شوي او د ملي اردو د لومړی نمبر ليوا د تاسيساتو څنګې له خوا يې کرايه اخيستل کېږي.
XS
SM
MD
LG