د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي د نړۍ په هرګوټ کې به امریکا په نښه کړو


په روس کې دایران سفیر ویلی که امریکا یې په هېواد حمله کوي نو دوی په ټوله نړۍ کې دامریکايي ځواکونو په نښه کولو توان لري.

دروس انټر فاکس خبري ایجنسي وايي د ایران سفیر سید محمود رضا سجادي د شورو په ورځ په ماسکو کې ویلي چې په ایران حمله به د امریکا لپاره د ځان وژنې په شان وي.

که څه هم امریکا په ایران د حملې کولو د کومې منصوبې اعلان نه دې کړې خو که ایران ایټمي وسله د ترلاسه کولو فیصله کوي نو امریکا پوځي اقدام هم له پامه نه دی غورځولی .

انټر فاکس د سجادي په حواله وايي روس به ایران ته د یو وروستي مفاهمت په نتیجه کې د وسلو ورکولو سلسله بهال کړي البته دا کار به د نړیوال قانون په رڼا کې ترسره کیږي.

په دې لړ کې روس په سرکاري توګه څه نه دي ویلي.

له دې نه وړاندې روس د ملګرو ملتونو د یو قرارداد په رڼا کې ایران ته د زمکې نه په هوا کې ویشتونکي ۳۰۰ میزالونو دورکولو منصوبه برابر کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG