د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په پاکستان کې لاس وهنه نه غواړي:عبدالباسط



رياض ګل ـ اسلام آباد


په اسلام آباد کې د اونيزې خبرې غونډې پرمهال د خارجه دفتر وياند عبدالباسط وويل چې د امريکايي کانګرس د خارجه چارو کميټۍ په غونډه کې د بلوچستان په اړه شوي بحث باندې پاکستان ته سخته انديښنه ده او دوي دا انديښنې امريکا ته په ګوته کړې دي.
د نوموړي وينا وه چې د امريکا د بهرنوچارو وزارت په خپل بيان کې د دې خبرې وضاحت کړې دې چې امريکا د پاکستان په کورنو چارو کې لاس وهنه نه غواړي.

هغه زياته کړه چې راتلونکې اونې به په اسلام آباد کې د پاکستان ، افغانستان او ايران د اولسمشرانو يوه غونډه کيږي چې پکې به په سيمه ايز چارو، د تره ګرۍ خلاف جنګ او د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي غور کېږي.

د وزير اعظم د قطر د دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې عبدالباسط وویل چې د ملکونو ترمنځه د تعلقاتو ښه کولو لپاره وخت په وخت داسې دورې کيږي او د وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني دوره هم د دغې سلسلې يوه کړۍ وه. نوموړي هغه خبرونه رد کړه چې ګني قطر کې وزيراعظم د طالبانو سره ليده کاته کړيدي، عبدالباسط زياته کړه چې وزېراعظم د قطر مشرتابه سره د افغانستان په شمول په مختلفو چارو خبرې اترې کړيدي.

د ډرون بريدونه په اړه هغه وويل چې دا د قانون خلاف ورزي ده او د قبلولو وړ نه دي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې عبدالباسط زياته کړه چې د ناټو د سپلايي معامله د پارليماني کميټۍ په وړاندې ده او چې کله پارليمان خارجه دفتر ته د نوې پاليسۍ په اړه څه معلومات ورکړه د هغې روستو به دوې په دې معامله د څه ويلو جوګه وي.
عبدالباسط زياته کړه چې د جمعې په ورځ به د سري لنکا ولسمشر دپاکستان په دوره اسلام آباد ته رارسي.
XS
SM
MD
LG