د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ديني مدرسه جوړه شوه




سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ښار کې يې ځوانانو ته د ديني زده کړو د ورکولو د پاره يوه نوې مدرسه جوړه کړې ده چې په يو وخت به پکې سلګونه ځوانان او نجوني زده کړې کوي.

د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د احمد ولي خان کرزي په نامه دينې مدرسه يې د کندهار ښار په عينو مېنه کې د شپږ سوه اويا تنو زده کوونکيو لپاره جوړه کړې ده چې يو سل او شل تنې به پکې نجونې وي.

د چارواکيو په خبره له تېرو څلورو کالو راهیسې د مدرسې د جوړولو کار روان او دا مهال يې د لسو ټولګيو د جوړولو چارې پاى ته رسېدلې دي.

د يادې مدرسې مشرمولوي فتح محمد وايي چي په مدرسه کې به دقران کريم حفظ ، تجويد او دنورو ديني زده کړو ترڅنګ تراووم ټولګي پورې دښوونځي عصري مضمونونه هم تدرسېږي.

دى وايي ، هڅه یې ده ،چې د ټولو نارينه او ښځينه زده کوونکيو شمېره شپږ سوه اويا تنو ته لوړه کړي.

(( دلته موږ د حفظ د پاره شعبې لرو چې حافظان به پکې اوسېږي. د تجويد د پاره هم استادان لرو ، په دې سربېره د ديني زده کړو د پاره هم اطاقونه لرو او په پام کې مو ده چې د عصري زده کړو لپاره ښوونکي هم راولو چې دلته ځوانان وروزي ))


د کندهار د پوهنې رييس نجيب الله مجددي بيا وايي چې په د دغې مدرسې په جوړولو د پوهنې رياست يوه ميليون امريکايي ډالر لګولي دي.

دى وايي په مدرسه کې يې د ليري سيمو څخه د راغليو زده کوونکيو د اوسېدو د پاره ليليه هم جوړه کړې ده .

(( مدرسه د شهيد احمد ولي خان په نامه نومول شوې ده. په دې مدرسه کې دوه تعميرونه دي چې يو مسجد ، يو تالار او اشپزخانه شته دغه تعمير د ليليې لپاره دى او يو بل تعمير بيا د زدکړو لپاره دى چې لس اطاقونه لري. په دغه تعمير باندې د پوهنې رياست لس لکه ډالر لګولي دي . څلور کاله کېږي چې کار يې روان وو او ټاکل شوې ده چې شپږ سوه اويا تنه به پکې زده کړې کوي ))

د پوهنې رياست په داسې حال کې په کندهار کې يوه بله ديني مدرسه خلاصوي چې تر دې وړاندې امنيتي چارواکيو لسګونه د ديني زده کړو داسې زده کوونکيو نيولي وو چې ګاونډيو هېوادونو ته په ديني زده کړو پسې تللي وو خو هلته ورته د افغان دولت او بهرنيو سرتېرو پر ضد روزنه ور وکول شوې وه.

چارواکي وايي چې له دې وروسته به د کندهار ځوانان اړ نه وي چې نورو هېوادونو ته په ديني زده کړو پسې لاړ شي.

د احمد ولي خان کرزي د مدرسې له جوړولو سره په کندهار کې د دينې زده کړو د مرکزونو شمېر نولسو ته ورسېد.
XS
SM
MD
LG