د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

پېښور :له ناراجسټر مدرسو ګڼ طالبان نیول شوي

په پيښور کی پوليسو په يو شمير مدرسو د چاپو نه پس لږ تر لږه سل افغان او پاکستاني طالبان نيولي دي.

د مشال خبریال وايي ځاي پوليسو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چي د خببر پښتونخوا حکومت د ناراجسټرو مدرسو په ضد کمپين پيل کړي دي

پوليس وايي چې دوی ته په دغو مدرسو کی د غير قانوني سرګرمیو مالومات تر لاسه شوي وو او ځکه يی دغه عمليات کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې دغه مدرسې د پېښور په يکه توت سیمه کي جوړې شوي دي.

د مشال خبريال زياتوي چې ددې ګرفتارو پر ضد د نیول شوو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهرې هم کړېدي ، او غوښتنه یې کړې چې نیول شوي کسان دې خوشي کړي. پوليسو د دغو مظاهرچيانو تیت وپرک کولو لپاره د هغوی په ضد او ښکه بهونکی ګیس او کوتکې کارولې دي

څه موده مخکې د پاکستان د داخله چارو وزير رحمان ملک ویلي وو چې د د نارجسټر مدرسو پر ضد به کاروايي کوي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

د ایران پارلماني غړی یې وايي د نومبر مظاهرو ۲۳۰ تنه وژلي

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو چارو د کمېټې مشر مجتبی ذالنور

د ایران پارلمان یو مهم غړي څرګنده کړې چې د نومبر په میاشت کې په دې هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال ۲۳۰ کسان وژل شوي دي.

دا خبر د ایرنا دولتي خبري اژانس ورکړی دی. دا لومړنی ځل دی چې د ایران د پارلمان یو غړی د تېرو اعتراضونو پر مهال د مرګ‌ژوبلې شمېرې وړاندې کوي.

د تېر کال د نومبر په میاشت کې په ایران کې د تېلو د بیو لوړېدل د حکومت پر ضد د پراخو اعتراضونو سبب شول.

په ایران کې کې د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب راهیسې، د تېر کال د نومبر څلور ورځني اعتراضونه تر ټولو پراخ او له تاوریخوالي سره مل ګڼل کېږي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو چارو د کمېټې مشر مجتبی ذالنور ویلي، په دې اعتراضونو کې ۲۳۰ کسان وژل شوي چې په پنځو کې یو یې د امنیتي ځواکونو غړی و.

د نوموړي په وینا په وژل شویو کې له څلورو یو تن له لارویانو و چې اعتراضونو کې یې لاس نه‌درلود او یو شمېر یې له نږدې واټن څخه په سر او سینې په مردکیو لګېدلي وو.

ذالنور ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو له اعتراض کوونکو څخه ډیر واټن درلود او دا کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو نه‌دي لګېدلي.

نوموړی وايي، یو زیات شمېر کسان پر داسې مردکیو لګېدلي چې په ایران کې یې کارول معمول نه‌دي.

په دې اعتراضونو کې تر ۲،۰۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم وو.

د بخښنې نړیوال سازمان د دې اعتراضونو پر مهال د وژل شویو شمېر ۳۰۴ تنه بللی دی او هغوی چې له مسئلې خبر دي وايي، د ۱۲ ماشومانو په شمول په دې اعتراضونو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

امریکا بیا د وژل شویو کسانو شمېر زر تنه بللی دی.

کندوز کې چاودنې ۷ کارګران وژلي او ۶ ټپیان دي

د کندز نقشه

افغان چارواکي وايي، په کندوز ولايت کې د سړک غاړې بم چاودنه کې اوه ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې تېره اوونۍ د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند تر اعلان وروسته په دې هېواد کې تاوتريخوالي کې کم شوی دی. د جون پر لومړۍ نېټه د کندوز په خان اباد ولسوالی کې يو ټرک چې پکې کارګران سپاره ول د چاودنې ښکار شو.

هيڅ يوې ډلې د بريد پړه نه ده منلې خو د کندوز ولايت وياند عصمت الله مرادي وايي چې شک يې پر طالبانو دی.

نوموړي وويل چې طالبانو د امنيتي ځواکونو په نښه کولو لپاره د سړک غاړې بم ښخ کړی خو دغسې بمونه تل ولسي وګړي وژني.

ولسوال حيات الله اميري وايي چې په ټپيانو کې د دوو حالت نازک دی.

سپریم کورټ له سیند خکومته د خبریال ډینیل پرل ټول ریکارډ غوښتی

امريکايي خبريال ډېنيېل پرل

پاکستان سپريم کورټ د سيند حکومت ته حکم کړی چې د وژل شوي امريکايي خبريال ډېنيل پرل په مقدمه کې دې ټول ريکارډ وړاندې کړي.

سيند حکومت د سيند های کورټ د اپرېل پر دوهمه ورکړې هغه فيصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې چې له مخې يې د ډېنېل پرل په وژنه کې ککړ د عمر سعيد شيخ د عمري بند سزا په اوه کاله بند اړولې وه او درې نور کسان يې خوشي کړي ول.

په پنځو ججانو مشتمل د سپريم کورټ ججانو د جون پر لومړۍ نېټه د اورېدنې پر مهال د سيند حکومت وکيل ته وويل، دوی چې کومې قانوني نکتې راپورته کړي او کوم دستاويزونه يې وړاندې کړي هغه نيمګړي دي. عدالت حکم ورکړ چې د جون ۱۵مې په اورېدنه کې دې پوره رېکارډ وړاندې کړل شي.

د وال سټريټ جورنال خبريال ډېنېل پرل په په ۲۰۰۲ ز کال کې په کراچۍ کې د تښتونې وروسته وژل شوي وو. پوليسو په دې تور له القاعده سره تړاو لرونکی عمر سعيد شيخ او درې نور کسان نيولي ول. وروسته د کراچۍ ترهګرۍ يو عدالت تورن کسان په مجرم ګرځولو سره سزا کړل.

امریکا کې مظاهره کوونکو ته د ډونالد ټرمپ خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پیتلې که د دغه هېواد د ریاستونو ګورنران پرېکنده ګام وانخلي نو نسلي ناارامي به په پوځي ځواک ختمه کړي.

نوموړی وايي د بلوو او شوکو بندولو لپاره به ټولې پوځي او سرکاري سرچینې وکاروي.

ولسمشر ټرمپ د جون پر لومړۍ نېټه وویل، که د ریاستونو ګورنران یې سپارښتنې ونه مني نو د نېشنل ګارډ دومره ځواکونه به وګوماري چې تولې لارې کوڅې به ولکه کړي.

نوموړي د مې پر ۳۱مه له تشدده ډکو بلوو غندنه کړې ده.

د امریکا ولسشمر د خانه جنګۍ د وخت یو قانون ترمخه په انتهايي حالاتو کې په هېواد کې دننه هم پوځ ځای پر ځای کولای شي چې زیاتره یې له قدرتي افتونو سره د مبارزې پر مهال کارول شوي دي.

په دغه هېواد کې دا وروستۍ بلوې هله ولګېدې چې د مینيسوټا ریاست په مینیاپولیس ښار کې جارج فلویډ نومې یو بې وسلې تورپوستی تن د پولیس لخوا د نیولو پر مهال ووژل شو.

د فلویډ په وژنه تورن پولیس افسر نیول شوی دی.

غني له پامپیو سره پر افغان سوله غږېدلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو. انځور له ارشیفه

افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان سولې بهیر په اړه خبرې کړي.

پامپیو ویلي چې د امریکا اساسي هدف د اوږد مهاله ستراتیژيکو اړیکو د دوام په چوکاټ کې یوموټی، خپلواکه، جمهوري او باثباته افغانستان دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره به له افغان حکومت سره یو ځای کار وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جون پر لومړی د انترنیت له لارې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان سولې په برخه کې پرمختګ شوی او هیله یې وښوده چې د تاوتریخوالي کچه به ټېټه پاتې شي چې دا راز بین الافغاني خبرې پيل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د وړوکي اختر د اوربند وروسته په افغانستان کې د تشدد کچه نسبتاً کمه شوې ده.

سعودي سرکار ۹۰ زره جوماتونه بیرته پرانیستل

سعودي عربستان کې یو جومات

په سعودي عربستان کې له مکې مکرمې پرته د نورو ښارونو زرګونه جوماتونه چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې بند شوي و نن د لومړي ځل لپاره بیا پرانیستل شول، خو لمونځ کوونکو ته ویل شوي دي چې د دې وبا د مخنیوي پر لارښوونو به ټینګ عمل کوي.

د سعودي حکومت شاوخوا ۹۰ زره جوماتونه وروسته له دې چې د هغو پر غالیو، د اوداسه پر ځایونو او الماریو یې عفوني ضد مواد وپاشل پرانیستل.

د سعودي د اسلامي چارو وزارت وايي د 'SMS' له لارې په میلیونونو پیغامونو کې یې خلکو ته د لمانځه د دوه متره فاصلې د ساتنې، د ماسک د جبري اغوستو او په لاس او غېږو د روغبړ نه‌کولو په ګډون د نویو لارښوونو خبر ورکړی دی.

د نویو ګامونو له مخې د جوماتونو دروازې له لمانځه ۱۵ دقیقې مخکې پرانیستل کېږي او د لمانځه له خلاصېدو ۱۰ دقیقې وروسته بندېږي.

د مکې مکرمې جوماتونه لاهم د وګړو پر مخ بند دي، خو په بیت‌المقدس کې د الاقصی جومات چې له مکې او مدینې وروسته د مسلمانانو درېم سپېڅلی مکان ګڼل کېږي هم پرانیستل شوی دی.

د سولې هڅو کې د افغانانو ترڅنګ یو: جرمن سفیر

په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل

په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل وایي چې هېواد به‌ یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې په هڅو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

هغه دا خبره د جرمني سفارت ته نږدې د مې ۳۱مه د خونړي برید د درېم تلین په مناسبت کړې.

پروګل په یکشنبه په خپل ټویټر لیکلي چې په سفارت کې یې دننه د دې برید د قربانیانو یادغونډه جوړه کړې وه.

درې کاله وړاندې د کابل په یوه ډیپلوماټیکه ساحه کې د جرمني سفارت ته نږدې موټر بم چاودنه وشوه چې په‌کې له ۱۵۰ زیات کسان مړه او تر ۴۰۰ نور ډېر کسان ټپیان شول.

په وژل شویو کې د جرمني سفارت یوه ډیپلوماټه او یو افغان ساتونکی او په ټپیانو کې د جرمني او جاپان د سفارتونو یو شمېر کارکوونکي شامل و.

په دغه لوی برید کې ۹۰ فیصده مرګ‌ژوبله ملکیانو ته اوښتې وه.

دغه برید د جرمني د سفارت د ودانۍ زیاته برخه ورانه کړې وه او له امله‌یې جرمني په کابل کې خپل قونسلي خدمات بند کړل. افغان چارواکو دا برید د حقاني شبکې کار بللی و.

امریکا کې د یوه تور پوستي د وژنې په غبرګون احتجاجونه دوام لري

امریکا کې اعتراضونه

امريکا کې د پوليس د حراست پر مهال د يوه تورپوستې بې وسلې کس د وژنې په اړه د نسلي انصاف غوښتو په خاطر په ټول هېواد کې روان احتجاجونو د مې پر ۳۱مه نېټه هم دوام وکړ. وژنه د ميناسوټا رياست په ميناپولس ښار کې شوې وه.

مظاهرې د امريکا په ۷۵ ښارونو کې شوې او ځینو ریاستونو پر ولسي ناامنيو د قابو مندلو لپاره د نېشنل ګارډ په نوم ځانګړي ځواک ځای پر ځای کړی. په سلګونو مظاهرچيان نيول شوي هم دي.

سي اېن اېن ټيليويژن ويلي، د لاس اېنجلس، شګاګو او ډيترياټ په ګډون د امريکا په ۴۰ ښارونو کې کرفيو لګول شوې ده. د مې پر ۲۵ مه د ۳۶ کلن جورج فلويډ تر وژل کېدو وروسته د هېواد په کچه خلکو د غوسې اظهار پیل کړ.

د ميناسوټا رياست چارواکي وايي، پوليس افسر ډيريک شاون د جورج فلويډ په وژنه تورن ګرځول شوی او په پېښه کې ښکېل افسران يې له دندو ګوښه کړي دي.

د سوات سوداګرو او هوټل مالکانو د کاروبار خلاصېدو غوښتنه وکړه

د سوات ماهوډنډ یوه سېلانۍ سیمه ده

د مې پر ۳۱ مه نېټه په مېنګوره کې په يوې بېړنۍ غونډه کې دوی وويل، د کورونا وايرس له کبله د اعلان شوي ټولبند له وجې دوی له لوی مالي زيان سره مخامخ دي.

د هوټل اېسوسي اېشن مشر زاهد خان وويل، د يوې اندازې له مخې په سوات کې له سېلګرۍ سره تړلي کاروبارونو ته تراوسه پورې يوه نېم ارب روپۍ تاوان رسېدلی دی. په غونډه کې د کالام هوټل اېسوسي اېشن مشر عبدالودو ، د ملاکنډ تجارو اتحاديې مشر عبدارحيم او د واکمن ګوند تحريک انصاف د اسمبلۍ غړي ميا شرافت علي هم ګډون وکړ.

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ټولبند اعلان کړی وو چې وروسته بيا پکې تر وړوکي اختر له مخه لږ څه نرمي وکړه خو د تجارو اتحاديې د ټولبند په بشپړتوګه د ختمولو غوښتنه کوي.

کابل: د خورشید ټلوېزیون پر موټر چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي

د خورشید ټلویزیون په کارکونو برید

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د مې پر ۳۰مه، د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر چاودنې دوه تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وایي، قربانیان ټول د همدې ټلوېزیون کارکوونکي دي چې په هایس ډوله موټر کې کورونو ته روان وو.

چاونه مازدیګر مهال د کابل ښار د کلوله پشتې څلور لارې ته نږدې د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده.

طالبانو په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي او تر اوسه د دغې چاودنې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه‌ دی اخیستی.

تېر کال هم د کابل ښار تایمني سیمه کې د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه کې د یوه لاروي په شمول دوه تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او نورو ادارو د خورشید تلویزون په کارکونکیو شوی برید غندلی دی.

د نړۍ یو شمېر لویو ښارونو ټولبند ختمېږي

په جون میاشت کې سینګاپور ښار هم د تجارت لپاره پرانېستل کېږي.

د نړۍ په یو شمېر لویو ښارونو کې د کورونا له وجې لګول شوي بندیزونه په ورو ورو د نرمېدو په حال کې دي.

سېنګاپور، ټوکیو، نیویارک او واشنګټن هغه ښارونه دي چې په جون میاشتې کې به یو وارې بیا پرانېستل شي. همدا راز د نړۍ د یو شمېر نورو ښارونو د ټولبند حالت د ختمولو هڅې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د کورونا وایرس څخه د بیمارو شویو کسانو شمېر ۶۰ لکو نه اوښتی دی. همدا رنګه نږدې ۳۷۰ زره کسان کورونا وژلي خو له ۲۵ لکو نه زیات ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

په امریکا کې د یو تن د وژل کېدو خلاف مظاهرې شوې دي‌

په امریکا کې مظاهرې

په امریکا کې د یو تور پوستي تن د وژل کېدو خلاف مظاهرې د لا پراخېدو په حال کې دي.

د جارج فلویډ په نوم دغه تن تېره اوونۍ په مینیا پولیس ښار کې د یو سپین پوستي پولیس افسر لخوا د تشدد پر مهال وژل شوی و.

له پرونه راهېسې د امریکا په اکثرو ایالتونو کې خلکو د پولیسو د دې اقدام پرضد مظاهرې پیل کړې دي.

د مې پر۳۰مه د امریکا د ملي ګارډ سرتېري له سهاره راهېسې په واشنګټن ډي سي ښار کې ولاړ دي.

هلته یو شمېر پارېدلو مظاهره کوونکو د سپینې ماڼۍ د باندې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرضد شعارونه ورکړي.

که څه هم په زیاتو سیمو کې مظاهرې سوله ییزې دي، خو په یو شمېر سیمو کې بیا د تشدد او اړي ګړي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د اړي ګړي راپورونه له میناپولیس، میني سوټا، مشیګن، اټلانټا، جارجیا، رچمنډ، ورجینیا او اوهایو ښارونو څخه رارسېدلې دي.

چین د هانګ کانګ خپلواکي تر پښو لاندې کړې: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین تور لګولی چې د هانګ کانګ خپلواکي تر پښو لاندې کوي.

په داسې حال کې چې د دغو دواړو طاقتونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، دا د بیجنګ خلاف د واشنګټن د غبرګونونو د لړۍ نوې کړې ده.

ټرمپ د مې پر ۲۹مه په سپینې ماڼۍ کې وویل، خپلې انتظامیې ته یې امر کړی چې د هانک کانګ ځانګړی تجارتي امتیاز دې ختم کړي.

د نوموړي په وینا، د چین لخوا وضع شوي نوي امنیتي قانون پس د هانک کانګ خپلواک حیثیت نه دی پاتې.

چین د مې ۲۹مه په هانګ کانګ د امنیت د نوي ملي قانون قانون منظوري ورکړه چې امریکا یې پرضد ده.

خو د چین وزیر اعظم لي ـ کیق ـ یانګ تېره ورځ ویلي وو چې دا قانون سازي به د هانګ کانګ استحکام او هوساینه زیاته کړي.

تورخم لار د سوداګرۍ او محدود تګ راتګ لپاره پرانستل شوه

د تورخم دروازه

د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بندپاتې وګړو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، تورخم دروازه به یوازې نن[د مې پر ۳مه] لپاره پرانستې وي او په افغان مسافرو یې غږ کړی چې له دې فرصته دې استفاده وکړي.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، راستنیدونکو مسافر ته یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي.

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د تورخم او چمن لارې د مارچ له ۱۶مې راهېسې بندې کړي خو په منځ منځ کې یې په خال خال ورځو کې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

پاکستان د مې له ۱۶مې راهېسې د تورخم لاره د ۲۴ ساعته تجارت لپاره یو وارې بیا پرانېستې ده.

د کوټې په هزاره ټاون کې یو تن وژل شوی

هزاره ټاون، انځور له راشیفه

د کوټې هزاره ټاون کې د نامعلومو کسانو په تشدد یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

ژوبل تنان دا مهال د کوټې په سیول روغتونو کې تر درملنې لاندې دي، خو روغتیايي‌ حالت یې ښه نه دی.

د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر ماسختن شوې ده.

چیمه وايي، په دې پېښه کې یو ۲۳ کلن ځوان وژل شوی او هغوی ۱۱ کسان د شک په بنیاد نیولي دي.

هغه وايي، د پېښې پلټنې روانې دي، خو تر دې مهاله د پېښې اصلي علت نه دی معلوم.

راپورونه وايي، د مې پر ۲۹مه چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او زخمیان یې له تشدد کونکیو ژغورل نو ځینو نامعلومو کسانو پر هغوی هم برید وکړ چې په نتیجه کې یې ډي اېس پي ایاز حیدر او اېس اېچ او عزت الله هم ژوبل شول.

طالبانو په لوګر کې د افغان ځواکونو شپږ سرتېري له بنده ازاد کړي

د مې پر ۲۹مه طالبانو د لوګر په ولایت کې د افغان ځواکونو شپږ سرتېري چې هغوی سره بندیان وو، له زندانه خوشي کړي دي.

د مې پر ۳۰مه په لوګر کې د ملي اردو د لواء ویاند تورن احمد شکیل تسل مشال راډیو ته وویل، خوشي شوي سرتېري یادې لواء پورې اړوند وو، چې تېره شپه طالبانو خوشي کړي دي.

ده زیاته کړه، خوشي شوې طالبان دا مهال د لوګر په ملي امنیت ریاست کې دي.

نوموړي ونه ویل، چې طالبانو یاد کسان په کوم ځای کې خوشي کړي او دې سرتېرو څومره موده له طالبانو سره په بند کې تېره کړې ده.

احمد شکیل تسل همدارنګه وویل، تېره اونۍ د څرخ په ولسوالۍ کې د ملي اردو درې سرتېري چې طالبانو سره بندیان ول، د هغوی له زندانه تښتیدلي ول.

د افغانستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ټېسټ لوبه کوي

افغان ملي لوبډله

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په نومبر میاشت کې د استرالیا د ملي لوبډلې پر وړاندې ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا ټېسټ لوبه به د اسټرالیا په کوربه توب د نومبر پر۲۱مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي هیله ښودلې چې تر هغې به د کورونا ناروغۍ خطر کم شي او دا لوبه به ترسره شي.

د ستانکزي په وینا دا ټېسټ لوبه به د افغانستان د کرکټ ټیم لپاره یوه ښه تجربه وي.

افغانستان تر اوسه په ټېسټ سیالیو کې له بنګله دېش، ایرلنډ، هند او ویسټ انډيز سره مخ شوی دی چې له لومړیو دوه لوبډلو یې بریا خپله کړې، خو له وروستیو دوو یې بیا ماتې منلې ده.

"د خېبر پښتونخوا تعلیمي ادارې دې ژر تر ژره پرانېستل شي"

په پېښور کې د يو ښوونځي زده کوونکې

د خیبر پښتونخوا د شخصي سکولونو مالکانو پر حکومت غږ کړی چې تعلیمي ادارې دې ژر تر ژره پرانېزي.

د مې پر ۲۸مه پېښور پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال د شخصي سکولو د ټولنې مشر نظر حسین وویل، د تعلیمي ادارو د بندېدو له وجې د زده کونکو وخت ضایع کېږي، استادان بې روزګاره کېږي او د سکولونو مالکان له مالي زیان سره مخامخېږي.

نوموړي وویل، که حکومت یې غوښتنه و نه منله نو په پراخو احتجاجونو به لاس پورې کړي.

خو بل لور ته، د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې چارواکي وايي، د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره د تېر مارچ له ۱۳مې نېټې راهیسې اړ شوي چې د سرکاري سکولونو تر څنګ شخصي سکولونه هم وتړي.

د پاکستان وفاقي حکومت ویلي د جولای تر ۱۵مې به سکولونه بند وي.

کورونا وبا نړۍ له قحطۍ سره مخامخولای شي: ګوتېرش

د ملګرو ملتونو مشر، انتونيو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرشد مې پر ۲۸مه وویل، کورونا وایرس نړۍ د قحطۍ سره مخ کولای شي او په دې اړه د نړیوالو مرستو اړتیا ده.

نوموړي د مې پر ۲۸مه یوې لوړ پوړې غونډې ته په وینا کې وویل، کورونا وایرس نړۍ، د لوږې او بې روزګارۍ له وجې، له بې سارې تباهۍ او کړاوونو سره مخامخولای شي.

ګوتېرش د دغه صورتحال د مخنیوي لپاره د سم لاسي نړیوالو هڅو غوښتنه کړې ده.

کورونا وایرس چې د تېرکال په اخره کې یې له چینه سر راپورته کړ، د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه یې په ټوله نړۍ کې ۵۹ لکه زیات کسان وهلي او درې نیم لکه زیات یې وژلي او ۲۴ لکه ترې پاخه شوي دي.

د طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته تللې

طالب پلاوی

د طالبانو یوه ډله د خپلو بندیانو د تبادلې او خوشې کولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسیدلې ده.

دا له هغې څو ساعته وروسته ده چې حکومتي چارواکو د افغانستان په شمالي او غربي سیمو کې د دوو خونړیو پېښو تور پر طالبانو اچولی دې.

د قیدیانو د تبادلې خبره د امریکا او طالبانو تر منځ د روان کال د فیبرورۍ د میاشتې د تړون برخه ده، چې ترمخه به یې افغان حکومت د طالبانو تر ۵۰۰۰ پورې بندیان خوشې کوي، او په بدل کې به طالبان شاوخوا یو زر نیول شوي حکومتي کسان خوشې کوي.

د مې پر ۲۸مه د افغانستان د قامي سلامتیا د شورا ویاند جاوېد فېصل وویل، د طالبانو دا ډله دا وخت په کابل کې ده او د خپلو بندیانو د خوشې کولو په اړه د حکومت د تکنیکي ډلې سره خبرې کوي.

بلخوا د طالبانو یو ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی نور ۸۰ بندیان چې پکې حکومتي چارواکي او افغان عسکر شامل دي خوشې کړي دي چې له دغې سره د اپرېل له میاشتې راهیسې د طالبانو لخوا د خوشې کړل شوو بندیانو شمېره ۳۰۰ ته رسېدلې ده.

امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت

ارشیف

په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت.

سره له دې چې په امریکا کې د کارونو د بیا پرانیستلو او لګېدلي محدودیتونو د کمېدو چارې دوام لري، خو دغه ویروس له تېرو درېیو میاشتو راهیسې دغه هېواد سخت ځپلی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیي چې د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې یو میلیون او ۷۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له همدې ویروس څخه تر پرون پورې ۱۰۰ زره او ۴۷ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په کوریا او ویتنام کې د دې هېواد د جګړو تر تلفاتو ډېر دی.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په لومړي سر کې یې د دې ویروس شدت او اهمیت کم ښوده، اوس د محدودیتونو پر کمولو ټینګار کوي.

دا مهال د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې په بېلابېلو سطحو محدودیتونه کم شوي او کارونه بېرته پرانیستل شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵ میلیونه او ۶۵۰ زره تنه دي همدې ویروس تر اوسه په نړۍ کې ۳۵۰ زره کسان مړه کړي دي.

د چين پارلیمان هانګ کانګ لپاره د ملي امنيت قانون منظور کړ

د چین ملي امنیت قانون ضد په هانګ کانګ کې پراخې مظاهرې راپارولې

د دې نوي قانون پرضد په هانګ کانګ کې د مظاهرو نوی پړاو پيل شوی او د چين یې له امريکا او بريتانيا سره اړيکي نورې ترينګلې کړي دي.

د چين نېشنل کانګرس د مې پر ۲۸مه د قانون منظوري ورکړه.

د دي قانون له مخي به چين د هانګ کانګ د ملي امنيت سازۍ چارې په خپل کې لاس کې اخلي.

د هانګ کانګ اوسېدونکي، کاروباريان او غربې هېوادونو ويره ښولي چې دې ګام سره به د سيمي ځانګړې حثيت، ولسي ازادۍ ختمه شي او دا به سياسي هلو ځلو ځپلو لپاره کارول کېږي.

په هانګ کانګ کې د مې پر ۲۴مه په زرګونو جمهوريت پلویانو د کورونا وايرس له وجې پر غونډو د بنديز باوجود مظاهره کړي وه.

خو د هانګ کانګ مشر کېري ليم وايي، د ښار ازادۍ به پرځاي وي.

په فاریاب کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي

د فاریاب ولایت نقشه

د افغانستان په فاریاب ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مشال راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن د مې پر ۲۸مه سهار په دولت ‌اباد ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې.

یورش وایي، وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ټپیان د فاریاب روغتون ته لېږدول شوي دي.

امریکا استازو جرګې پر چینايي چارواکو د بندیز بل منظور کړ

د امریکا د استازو جرګه

د امریکا استازو جرګې په غوڅ اکثریت داسې بل منظور کړ چې له ډونالد ټرمپه غواړي د اویغور مسلمانانو د ځپلو لپاره پر چینایي چارواکو بندیزونه ولګوي.

دغه بل چې د همدې میاشتې په سر کې سېنېټ هم پاس کړی، پر هغو چینایي چارواکو د بندیزونو غوښتنه کوي چې د لږکیو اویغور مسلمانانو د ځورولو تورونه پرې پورې دي.

د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي ویلي، د بېجنګ دا وحشیانه کړنې چې د اویغور مسلمانانو پرضد یې کوي، د ګردې نړۍ ټولیز وجدان ته سپکاوی دی.

د امریکا استازو جرګې دا بل اوس د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیکولو ته وړاندې کېږي، هغه له دې وړاندې ویلي چې پر چین د دې لپاره د بندیزونو پر لګولو غور کوي چې په هانګ کانګ کې یې د ملي امنیت اړوند خپل قانون لاګو کړی دی.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو چین تورن کړی چې شااوخوا یو میلیون اویغور مسلمانان او نور لږه‌کي یې د اجباري کارونو یوه کمپ کې راټول کړي، خو چین له دویه د ناوړې ګټې اخیستنې تورونه رد کړي دي.

پر بین‌الافغاني خبرو د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو ټینګار

د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو وېډیو کنفرانس

د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو د بین‌الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هیل د وېډیو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې وکړې.

د دې درې اړخیزې غونډې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي، موافقه وشوه چې بین‌الافغاني خبرې ژر پيل شي ترڅو په‌کې پر سرتاسري اوربند او د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې پر یوې سیاسي نقشې بحث وشي.

د غونډې برخه‌والو د اختر د درې ورځني اوربند د ادامې هیله کړې او ټینګار شوی دی چې بیا امنیتي وضعیت تر اوربند مخکې وخت ته ستون نه‌شي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG