د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : د غنمو په فضلونو کې زررمن بوټي راخېږي


نقیب الله متونوال - خوست

د افغانستان خوست ولايت کروند ګر وايې، چې فصلونه يې د تير کال پر تله ښه ښکاري خو، په پټيو کې يې د غنمو د فصل پر وخت يو شمېر نورمضر بوټي را زرغونيږي، چې په خبره يې فصلونو ته زيان اړوي. دوی په دې برخه کې له اړوند حکومتي ادارو غوښتنه کوي، چې ور سره مرسته وکړي.

که څه هم سږ کال د درنو واورو او بارانونو په کيدو خلک د وچکالۍ له منځه تلو ته خوشاله دي او خوست کې هم زراعتي فصلونه د تير کال پر تله ښه ښکاري خو، د دې ولايت کروند ګر وايې، چې په پټيو کې يې د غنمو د فصل پر وخت يو شمېر نورمضر بوټي راټوکيدلي، چې په خبره يې فصلونو ته زيان اړوي.

دوى وایي، چې د دې مضرو بوټو او وښو د له مینځه وړلو له پاره له ښاره درمل وړي خو، چندانې نتيجه نه ورکوي.

دوی په دې برخه کې د مسؤولو حکومتي ادارو د پام غوښتنه کوي، چې ور سره مرسته وکړي.

په خوست ښارکې د زارعتي درملو پلورونکى لطف الله وايې، چې ريښتيا دا ستونزه شته؛ په ښار کې ډېرى شمېر درمل پلورنځي له زراعت رياست سره ثبت نه دي او دوى په خپل سر په خلکو بې اغيزې درمل خرڅوي.

نوموړى په زراعت رياست هم نيوکه کوي، چې د کروندګرو دې ستونزې ته یې پام ندى کړې.

(( په ښار کې ځينې درملتونونه شته، چې له زراعت سره رجسټرډ نه دې او د سړکونو پر سر هم دا سې درمل پلورل کيږي، چې بيايې پته نه لګيږي چې ښه دي او که خراب؟ د زراعت رياست بايد په دې برخه کې اقدام وکړي.))

خو د خوست د زراعت رياست سرپرست انجينر فضل الرحيم بیا وايې، چې له خپل وزارت سره په تماس کې دي، چې له بزګرانو سره پدې برخه کې مرستې وکړي.

ده وويل، چې په ښار کې د بې کيفته درملو پروړاندې به ژر اقدام وشي او وزارت به یې ياده دوا کروندګرو ته وړيا وويشي.

(( موږ وزارت دا وړانديز کړى، چې خوست کې د غنمو د حاصلاتو پر وخت دا ستونزه وي او موږ سره په دې برخه کې بايد د دوا مرسته وشي او که را ورسيږي بزګرانو ته به يې وړيا و ويشو او د خپل سرو دوا پلورونکو لپاره مو هيًت ټا کلى، چې مخه به يې ونيسي. ))

د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د خوست په بیلابیلو سیمو کې ځایي بزګرانو د سبزیو او میوو په برخه کې ښه باغونه جوړ کړي، چې له حاصلاتو یې د دغې سیمې ګڼ اوسیدونکي ګټه اخلي او د هيواد نورو ولايتونو او کله کله يې په پوله پورې قبايلي سيمو ته هم ليږي؛ خو د دوى په باور که حکومت د دې کار پراختیا او پرمختیا ته پام واړوي بزګرا ن و هڅوي نو، په ډیر نیږدې راتلونکي کې به دغه سیمه د کرکیلې په برخه کې په خپلو پښو ودریږي او دخلکو د بې کارى ستونزه به هم کمه شي
XS
SM
MD
LG