د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جنرالانو راته ویلي استخباراتي ادارې ما وژل غواړي'


طلال بګټي
طلال بګټي
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د بلوچستان د پخواني ګورنر او وزیراعلی نواب اکبرخان بګټي زوي او د جمهوري وطن ګوند مشر طلال بګټي ادعاکړې، د ده په شمول د بګټي کورنۍ د ټولو وګړيو ژوند ته خطر دی. نوابزاده طلال بګټي دا خبره په يوه خبره غونډه کي کړې.

دی وايي، د پاکستاني پوځ ځينو پخواني جرنیلانو د ټيلي فون له لاري د ته ويلي، د اسخباراتو دویم هدف طلال بګټی دی. نوابزاده طلال بګټي رسنیو ته وویل:

((تېره شپه ماته دوو پخواني جرنیلانو ټیلي فون وکړ. يوه له کراچۍ او بل له اسلام اباد څخه. او راته ويې ویل چي ته د خپل ځان خیال ساته. نه يواځي ته بلکې د نواب بګټي ټوله کورنۍ په هیټ لسټ ده. دوي راته وویل یا خو ته د بلوچستان د وزیراعلی غوندي شه. تاسو ته به موږ هر څه درکړو. ستاسو عزت به وکړو، او که داسي نه وي نود مړيني تیاری دي وکړه.))

نوابزاده طلال بګټي په دې خبري غونډه کي زیاته کړه. نور زیاتي په پاکستان کي پارلیماني سیاست ختم شوی.

د ده په خبره که داسي حال وو نو ددوي ګوند به هم د نورو بلوڅو په څير غرو ته مخه کوي.

((که چېري د بلوڅو همداسي قتل عام شروع وي. او جمهوري وطن ګوند غرو ته لاړ نه شي نو بیا خو ماهم نه پرېږدي. هغه به راته وايي زموږ میرمني لا پاتې نه دي، او تاسو د پارلیماني سیاست خبري کوئ. او پارلیمان خو اوس داسي دی لکه د ربړ سټيمپ. هیڅ اختیار يې نشته له رشوته ماسوا.))

د جمهوري وطن ګوند مشر نوابزاده طلال بګټي د نواب اکبرخان بګټي د لمسۍ زامو ډومکي د وژني ذمه واره د پاکستان استخبارات وبلل. او د سندهـ له حکومته يې غوښتنه وکړه ددوي د میرمنو ذمه واره کسان دي ونیسي او له قانون سره سمه سزا دي ورکړي.

د نواب اکبرخان بګټي زوي او د جمهوري وطن ګوند مشر نوابزاده طلال بګټي په نړيوالو
ادارو ږغ وکړ، چي په بلوچستان کي د بلوڅ وژني د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي. په دې برسیره چي د يو شمیر نورو بلوڅ سیاسمتدارانو په څېر طلال بګټي هم د بلوڅو په وژنه
د پاکستان استخبارات او ملیشه ځواکونه تورن وبلل.

خو پخپله د ملیشه ځواکونومشر ايي جي میجر جنرل عبیدالله خټک د بلوڅو دا تورونه په څو څو واره ناسم بللي؛ زیاته کړې يې ده چي نه هم د پاکستان استخبارات او نه هم ملیشه ځواکونه په دې وژنو کي لاس لري.

دیادولو وړ ده چي د بلوچستان پخوانی ګورنر او وزیراعلی نواب اکبرخان بګټي د پاکستان د پخواني امر جنرل ریټایرډ پروېزمشرف په واکمنۍ کي د ۲۰۰۶ میلادي کال په اګست میاشت کي په عملیاتو کي ووژل شو. چي د نوموړي تر وژني وروسته ډېری بلوڅو د پاکستان د پوځ پر ضد وسله واله مبارزه پېل کړه.

د نواب اکبرخان بګټي له وژني سره سم په بلوچستان کي په زرهاو بلوڅ وګړي لادرکه شول. په له تیر يوه کال راهیسي يې د درې سوه په شاوخوا کي مړي موندل شوي. بلوڅ ملت پال دبلوڅ د لادرکه کېدو او بیا يې د مړيو د موندني ذمه واره د پاکستان استخبارات بولي. خو پاکستان حکومت او پوځ يې دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG