د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ترهګرۍ ضد قانون نشته، ځکه سختدریځې ډلې جلسې کوي'


د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلی په هيواد کي د ترهګری د مخنیوي لپاره د موثره قانون د نشتوالي له وجي تر بنديز لاندي راغلي ځيني کسان او ډلي په ښکاره جلسې کوي.

د جمعې په ورځ قامي اسمبلی کي د غړو د اعتراض په ځواب کي رحمان ملک وويل مرکزي حکومت د پنجاب حکومت ته په ليږدول شوي ليک کې ويلي چې دفاع پاکستان کونسل ته دې د جلسو اجازت نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه د ترهګری د مخنیوي لپاره قانون په پارليمان کي پروت دی چې لا تراوسه منظور کړل شوی نه دی.

رحمان ملک وويل که زيات نه وي نو لږ تر لږه دې تر درو کلونو پورې دا قانون منظور کړل شي.

په پاکستان له تېري څه مودې راهيسي د دفاع پاکستان کونسل نوی جوړ شوی اتحاد جلسې کوي چې په کې د حافظ سعيد تر څنګ ځينې نوری داسې ډلې هم شاملې دي چې ورباندي د پاکستان يا د امريکا او ملګرو ملتونو لخوا بنديز لګول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG