د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان امنیتي بهیر پر سپارلو د برسلز غونډه



نن د بېلجيم په سرښار برسلز کي د ناټو او اېساف د غړو هيوادونو د دفاع د وزيرانو غونډه روانه ده چي د بحث مهمه موضوع يې افغان ځواکونو ته د هيواد د امنيتي واک د سپارلو بهير دی.

په دې غونډه کي د افغانستان د دفاع د وزير رحيم وردګ او په افغانستان کي د اېساف ځواکونو د مشر کومنذان جنرل جان اېلن سر بېره د د اېساف د ۵۰ هيوادونو استازي ګډون لري. د دفاع وزيران به پر هغو لارو چارو غور کوي چي په څه ډول په عملي توګه افغان ځواکونو ته د هيواد امنيتي چاري وسپاري.

په دې غونډه کي به ګډونوال تر ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د ورپيښو خطرونو د مخنيوي په اړه خپل نظر څرګندوي.

په ياده غونډه کي به د افغان ځواکونو د پايښت لرونکي شمېر او کاري ظرفيت سربېره د دوی د نړيوالي ټولني لخوا له دوی سره پر اقتصادي مرستو هم غور کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG