د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې مو په لسګونه اورپکي وژلي.پاکستانی پوځ


په کورمه کې له بیا بیا نښتو ګڼ خلک کډه شوي دي
په کورمه کې له بیا بیا نښتو ګڼ خلک کډه شوي دي
پاکستانی پوځ وایي جنګي جهازونو یې په شمال مغربي قبایلي سیمه کې د طالبانو په پټن ځایونو برید کې خوا اوشا ۳۱ وسله وال وژلي دي.

د پولیټيکل انتظامیی چارواکو واجد خان او عامر ګل ویلي له دې مخکې د شورو په سهار په اورکزو او کرمه قبایلي سیمه کې بمباري شوې وه.

یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي په اورکزو کې د طالب کمانډرانو ملاتړو ملا توپان او کمانډر محی الدین څلورو پټن ځایونه یې تباه کړي دي.

د هغه په خبره کیدای شي کمانډر محی الدین په دې بمباري کې وژل شوی دی.

دغه بمباري په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ او اروپکو تر مینځ د سختې نښتې وروسته مخې ته راغلې چې پکې تقریبا ۶۰ کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG