د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب اسلامي هم له امریکايي او افغان چارواکو سره لیدلي


په افغانستان کې د یوې مخالفې ډلې حزبې اسلامي یوه استازي د دې خبرې پخلی کړی چې د امریکا او افغان حکومت سره سره د امریکا او د ایساف پوځي چارواکو سره یې خبرې اترې روانې دي.

غیرت بهیر چی د حزب اسلامي د مشر ګل بدین حکمتیار زوم دی، ویلي یې دي چی د لوړ پوړو چارواکو سره یې په خبرو اترو کی د پلاوي مشري کړی ده.

((په اصل کی د افغان شخړی په اړه خبری اتری د بیلا بیلو ډلو سره روانې دي. زما په فکر امریکایان په قطر کې د طالبانو سره خبرې اتري کوي او له موږ سره یې په کابل کې مزاکرات کړي دي.ما په کابل کې د خپل پلاوي مشري کوله او هلته مې د سي آی اې د مشر ډیویډ پیټریس ، امریکایی سفیر راین کراکر او د ایساف د ګډو ځواکونو مشر جینرل ایلن سره می و لیدل. د دې سر بیره مو د افغان ولسمشر حامد کرزي سره څو واري خبرې کړي دي. خو موږ لا د خبرو اترو په لومړیو پړاؤنو کي یو.))

بهیر زیاته کړه په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو موجودیت لویه ستونزه ده خو ویې ویل چې افغاني آيین ته ډيرو افغان وګړو ملاتړ نه دی تر لاسه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG